ژبه

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۹ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او په یاده موده کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ نه دي مړه شوي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۳۲۸ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۵۹ يې مثبتې دي او د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۹۵۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٤ په کابل، ۲۱ په هرات، ۱۱ په بلخ، یوه- یوه په ننګرهار، کونړ او اروزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۷۹۹۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ نه دي مړه شوي او اوس هم د کرونا د ټولو مړه شوو شمېر ١٣٨٥ دى.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.