جلال اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): په داسې حال کې چې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې په دغه ولايت کې د کرونا د مثبتو پېښو د ثبت شمېر نه دی ورکړل شوی، خو لا هم په کرونا سنټر کې يو شمېر کسان د مشکوکو ناروغانو په توګه ساتل کېږي.
د ننګرهار ولايتی شورا وايي، روغتيا رياست دا چاره په دې خاطر کوي چې د کرونا سنټر لپاره ځانګړې شوې بودجه او امکانات ونه تړل شي.
خو مسوولين وايي، لا هم په ننګرهار کې د کرونا ويروس خپرېدو وېره شته نو ځکه دغه مرکز تر اوسه نه دی تړل شوی.
په ننګرهار کې پر کرونا ويروس باندې د اخته ناروغانو مرکز کې يو شمېر کسان چې يا د معايناتو پايلې ته انتظار دي او يا يې هم نتيجه مشکوکه ده، ساتل کېږي.
دوی د ولایت له نورو دولتي روغتونونو د شکمنو ناروعانو په توګه دغه سنټر ته ور پېژندل شوي دي.
د دوی له ډلې شاه ولي وايي، څلور ورځې کېږي چې دلته په روغتون کې بستر دی، خو لا يې هم د ټسسټ پايله نه ده راغلې.
عبيدالله په نوم يو بل ناروغ وايي، حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره تللی و خو له هغې ځايه ځکه دلته را ولېږل شو چې د سينې ناروغي يې درلوده او ټوخی يې هم درلود، خو نتيجه يې تر اوسه نه ده ورکړل شوې.
د کرونا مرکز ډېرې خونې او بسترونه تش پراته دي او هېڅ داسې کس په کې نه تر سترګو کېږي چې کرونا ناروغي يې مثبت وي.
د ننګرهار ولايتي شورا وايي، له اول سره په کرونا سنټر کې ميليونونه افغانۍ بېځایه مصرف شوې چې تر اوسه یې هېڅ شفاف حساب ولس ته نه دی ورکړل شوی.
د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر پژواک ته وويل، اوس په دغه ولايت کرونا ختمه شوې، کرونا سنټر په دې خاطر پرانیستی دی چې ورته ځانګړې شوې بودجه او امکانات بند نه شي.
خو مسوولين وايي، په تېرو دوو مياشتو کې ورته ۱۷۰ کسان د معايناتو په موخه ورغلي چې د پنځوس يې نتیجې مثبتې دي.
په ننګرهار کې د کرونا سنټر چارې اوس د هلټ نېټ موسسې ته سپارل شوې او مسوولين يې وايي، همدا اوس هم ورسره تر شلو زيات مشکوک ناروغان بستر دي.
د کرونا سنټر مشر او د هلټ نېټ موسسې مشر ډاکټر احسان الله شينواري پژواک ته وويل، اوس هم په ننګرهار کې د کرونا ويروس د خپرېدو وېره شته نو ځکه دغه مرکز لا هم پرانیستی دی او د خلکو تشخيص او درملنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهاال د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د کرونا مثبتې پېښې د صفر تر کچې ټيټې شوې او خلکو هم په بازارونو کې عادي ژوند پيل کړی دی.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولايت کې ١٤٠٨ تنه پر کرونا اخته شوي وو، ٧٥ مړه او ٦٧٣ تنه يې بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










