ژبه

ډاکتر فېروز: زما جرم دا دی چې د پنجشېر یم

کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت مخکنی وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز وايي چې ځکه دی لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی چې صادق دی او د پنجشېر دی.

د بازرس عالي ادارې تېره ورځ اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست عالي مقام د سپارښتنې پر بنسټ یې وروسته له لومړنیو څېړنو د عامې روغتیا وزارت مخکنی وزیر، د دغه وزارت درې مخکنی او یو برحال معینان د وظیفوي غفلت او فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

ډاکتر فېروز د دې موضوع په غبرګون کې ویلي چې د هېواد عدلي او قضايي بنسټونو ته د هر ډول ځواب ویلو لپاره چمتو دی.

هغه زیاته کړه، قانون باید په ټولو خلکو یو ډول عملي او پلی شي، یو د خدمت په بدل کې څارنوالۍ ته معرفي کېږي او بل بیا د خیانت په بدل کې ستایل کېږي.

خو نوموړي د چا نوم نه دی اخیستی.

د عامې روغتیا پخواني وزیر پوښتنه کړې چې ایا د کرونا ویروس خپرېدو په سختو ورځو کې د صادقانه خدمت بدل همدا دی چې څارنوالۍ ته معرفي شي؟

نوموړی ادعا لري، ځیني نور کسان چې د کرونا پروژو په پیسو، ډوډۍ وېشلو او اطلاع رسونې برخو فساد کې لاس لري، خپله د ولسمشر له خوا تقدیر شوي دي.

ډاکتر فېروز وايي: ((زما جرم دا دی چې زه صادق یم او د پنجشېر یم.))

هغه دغه راز خپلو معینانو ډاکتر وحید مجروح، ډاکتر شفیق او ډاکتر ماموسۍ زېور ته په خطاب کې ویلي: ((تاسو خلکو ته د صداقت قرباني یاست.))

هغه زیاته کړه ده: ((له بده مرغه، د دې پر ځای چې تقدیر شوي وای، سپکاوی مو وشو او ستاسو شخصیت کشۍ ته یې دوام ورکړ. له بې ارزښته او مفسد نظامه باید د ستاینې هیله ونه کړو، انشاالله چې خدمتونه به مو خدای ج او خلکو له سترګو نه پاټې کېږي او به پټ شي.))

د عامې روغتیا پخواني وزیر ويلي: ((مهم ټکی دا دی چې را روانه ډسمبر میاشت، په جینوا کې نړیوال کنفرانس جوړېږي او فعلي اداره باید له فساد سره د مبارزې برخه کې خپلې لاسته راوړنې ولري، لکه څنګه چې همدا اوسنۍ اداره په فساد او بې کفایتۍ کې غرکه ده، څه د ویلو لپاره نه ورته لري، اړ دی څو کسه مظلوم، بې واسطې او مخلص کسان چې په هر ډول وي، محکوم کړي.))

 د عامې روغتیا وزارت مخکني معین ډاکتر وحید مجروح هم په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: ((زه به له دې ازموینې او له دې بټۍ راوځم، انشاالله دغه ستونزې به ما نور هم ډاډمن، پوخ، لا قاطع او ژمن کړي.))

login or register a new account.