کندهار (پژواک، ٥ وږی ۹۹): ځايي چارواکي وايي چې په کندهار کې د وسله والو طالبانو له خوا د خښ شوو ماینونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د سړک غاړې د ماینونو له امله شاوخوا ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه له هغه وروسته لوړه شوې چې وسله والو طالبانو د کندهار- ارغستان، کندهار- معروف، کندهار- اروزګان په ګډون یو شمېر لارې تړلې او خلکو ته یې پر دغو لارو د تګ راتګ نه کولو خبرداری ورکړی دی.
د موسی جان په نوم یو مسافر چې تازه یې له اروزګان ولایته کندهار ته پر اوږدو او فرعي لارو په ډېر کړاو ځان را رسولی، همدا غم ژاړي او وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ خلکو او موټر چلوونکو ته خبر ورکړی چې د کندهار- اروزګان پر لار دې تګ راتګ نه کوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له همدې امله خلک اړ شوي پر نورو فرعي لارو تګ راتګ وکړي چې ډېر مهال یې د وسله والو طالبانو خښ شوي ماینونه ژوند اخلي.
د ده په خبره، همدا تېره ورځپه په شاولیکوټ کې د ماین چاودنې له امله ۳ مسافر ووژل شول.
دی زیاتوي، له خلکو سره ماشومان، ښځې او بوډاګان وي، ناروغان او ټپیان وي او ساه ورکوي خو وسله والې ډلې پر لارو د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
موسى جان پر امنیتي ځواکونو هم نیوکه وکړه چې ورته کړنې کوي او د طالبانو په څېر دوی هم پر ځینو لارو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د ده په خبره، خلک حیران دي چې څه وکړي، هېڅ لوری هم رحم نه پرې کوي.
نوموړی له وسله والو طالبانو او حکومته غوښتنه کوي چې خلک دې د سپر په توګه نه کاروي او هغوی دې نه ځوروي.
داد محمد چې ځان یې د سره صلیب کارکوونکی را وپېژاند، وايي، تېره ورځ پر همدې لارې کندهار ته راته او ټپي یې لېږداوه خو د تلو اجازه نه ورکول کېده.
ده پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ سلګونو مسافر چې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ناروغان ورسره وو، تر توند لمر لاندې درول شوي وو او د لارې د خلاصون په تمه وو.
د دې تر څنګ بله ولسوالۍ ارغستان ده چې د لارې تړل کېدو له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لارې پر سر پلونه په ماینونو الوځول شوي او تړل شوې ده.
دی وايي، له هغه وروسته وسله والو دغه لار تړلې، خلک پر فرعي لارو تګ ته اړ شوي خو ستونزه دا ده چې پر دغو لارو یې ماینونه ژوند اخلي.
هغه وویل، یوازې له لوی اختر را وروسته د ماین په چاودنو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دی وايي، وسله والو طالبانو د ارغستان په ګډون د یو شمېر ولسوالیو لارې په داسې حال کې تړلې چې د مېوو د حاصلاتو د رسېدو وخت دی او خلکو پرې بشپړ کال خوارۍ کړې دي.
نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې د ولس له ځورولو دې لاس واخلي او د هغوی پر مخ دې لارې نه تړي.
په ورته توګه د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو دې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د وام درې په سیمه کې ماینونه ایښي او تړلې یې ده او خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، دغه راز امنیتي ځواکونه بیا پر نورو فرعي لارو د خلکو تګ راتګ مخنیوی کوي او خلک مجبوروي چې پر همدې لار تګ راتګ وکړي.
دی وايي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي مجبور دي د اړتیا پر مهال د زابل ولایت له لارې کندهار ته سفر وکړي چې یوه بشپړه ورځ په بر کې نیسي.
هغه پژواک ته وویل: ((خلک مجبور شوي چې سهار وختي حرکت وکړي او د زابل له اټغر، نوبهار، شینکۍ، سیوري ولسوالیو او مرکز کلات څخه تېر او کندهار ته لاړ شي چې ایله دشپې ناوخته رسېږي.))
دی وايي، دغه لاره خامه ده او ډېر مهال عاجل ناروغان د اوږد واټن له امله پر وخت روغتون ته نه رسېږي او ساه ورکوي.
د ده په خبره، د دې ترڅنګ هغه خلک چې مېوې او نور توکي د خرڅلاو لپاره کندهار ته وړي، د اوږد واټن له امله هم خرابېږي او هم پرې ډېره کرایه راځي چې هغوی یې سخت زیانمن کړي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د لارو تړلو او پر لارو د ماینونو خښولو ته زور ورکړی چې له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
هغه وویل، یوازې د اختر راهیسې د وسله والو طالبانو په ماینونو ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، د دې پر ځای چې وسله وال طالبان د سولې تړون ته ژمن پاتې شي او تاوتریخوالی کم کړي، برعکس جګړې او تاوتریخوالي ته یې زور ورکړی چې له امله یې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولسوالیو پر لارو د ماینونو د چاودنو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
دی وايي، د لارو بندولو په ګډون د وسله والو دا او ورته نورې کړنې د خلکو د وېرو لپاره دي.
خو ده خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو د خلکو ساتنې ته ژمن دي او هڅه کوي د لارو امنیت خوندي کړي او د وسله والو د تحرکاتو مخنیوی وکړي.
په دې اړه مو د وسله والو طالبانو د نظر اخیستو هڅه وکړه خو بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې طالبانو د دې اوونۍ په جریان کې په ټول هېواد کې ۱۲۱ ولسي وګړي وژلي او ۳۳۶ تنه نور ټپیان کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ملکي وګړو ته ډېر تلفات په کندهار، بغلان، ننگرهار او لوگر ولایتونو کې اوښتي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










