ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ  يوشمېر ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

د بلخ يوشمېر ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
27 Aug 2020 - 11:09
د بلخ  يوشمېر ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
27 Aug 2020 - 11:09

مزار شريف (پژواک، ٦ وږى ٩٩) : د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې د شپې له خوا د مخابراتي خدمتونو بندېدل، دوی له ستونزو سره مخ کړي دي. چمتال، چهاربولک، بلخ، دولت اباد، شولګر او شورتېپه د بلخ ولايت هغه ولسوالۍ دي، چې د خلکو په خبره د شپې له خوا په کې مخابراتي خدمتونه قطع وي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل، چې د مخابراتي خدمتونو بندېدو سره دوی له جدي ستونزو سره مخ شوي دي .  

نوموړي وويل، چې د طالبانو له خوا د اورکم له اعلان وروسته دغې ډلې د مخابراتي شبکو فعاليت ته هم اجازه ورکړه؛ خو په خبره يې چې اوس بيا دغه مخابراتي خدمتونه د شپې له خوا بند شوي دي.

هغه زياته کړه: " له يوې خوا سيمې نا امنه دي او هره ورځ جګړې وي، بلخوا د مخابراتي شبکو د فعاليت بندېدلو سره زموږ ژوند نور هم تريخ شوی دی، کله عاجل ناروغ راته پيدا شي، د ټيلېفون نه کار کولو له امله نه شو کولی، چې د ډاکټر مشوره واخلو."

نوموړی همدا راز وايي چې ډېری وخت په سيمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې پېښېږي، چې دوی بيا نه شي کولی حتی د خپلو خپلوانو احوال واخلي، چې جګړې خو به زيان نه وي ور رسولی.

هغه له حکومت او طالبانو غوښتنه کوي، چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ځنډېدو ستونزه حل کړي؛ څو خلک له شته ستونزو وژغورل شي.

د شولګر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيدمحمد هم پژواک ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې هره شپه د ماښام له ۷ بجو څخه د سهار تر ۷ بجو پورې د مخابراتي شبکو خدمتونه بنديږي.

هغه زياته کړه، چې طالبانو د مخابراتي شبکو مسوولينو ته خبر ورکړی، چې که يې د شپې له خوا فعاليت ونه دراوه؛ نو دستګاوې به يې وسوځول شي.

نوموړی وايي دغه ډول وضعيت عام خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي او په خبره يې چې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو پر وړاندې خنډ جوړولو ټول زيان عام ولس ته رسېږي.

د شولګر ولسوالۍ دغه اوسېدونکي وويل: " موږ څو ځله غوښتنه کړې، چې دغه مشکل بايد حل کړای شي؛ خو طالبان وايي د امنيتي ستونزو له امله يادو شبکو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي، زه فکر کوم دا يوه پلمه ده، امنيتي ستونزې به يوه ورځ يا دوه ورځې وي، دلته خو مياشتې کېږي، چې شبکې بندې دي. "

د هغه په خبره، اوس چې د سولې خبرې هم نږدې شوي؛ نو طالبان بايد اجازه ورکړي، چې مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه په عادي ډول مخته بوځي.

بلخ ولايت کې ټولنيز فعال ډاکټر غلام رسول ملکزی هم وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو ځنډېدو سره د خلکو ژوند تريخ شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.