منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۷ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او پر دغې ناروغۍ اخته یوکس مړ شوى دى.  

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ۱۱ پېښې له هغو ۱۵۳ شکمنو پېښو څخه مثبتې ثابتې شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ازمایل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تازه ثبت شوو مثبتو پېښو کې شپږ په کابل، څلور په باميان او يوه په پکتيا ولايت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د ثبت شویو پېښو شمېر ۳۸۱۴۰ ته رسېدلی او له دې ډلې ۱۴۰۲ کسان مړه شوي او ۲۹۰۵۹ نور بېرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د څه موده مخکې یوې سروې له مخې، افغانستان کې شاوخوا لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

یاد وزارت وایي چې که هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا