ترینکوټ (پژواک، ۷ وږی ۹۹): د اروزګان د هوایې ډګر د ملکي ترمینل اړوند درې پروژې د ۸۴ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
ځایی چارواکي وایي چې د یاد هوایي ډګر- د کنټرول څلي، ټکسي لار او د الوتکې تمځای- دغه پروژې د افغانستان له ملي پرمختیایې بودیجې څخه په یو کال کې پلې شوي او نن ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
اسدالله سعید چې تراوسه د اروزګان د والي په توګه کار کوي، خو څو ورځې مخکې یې محمد عمر شېرزاد پر ځای ټاکل شوی، ګټې اخيستنې ته د یادو پروژو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې تر دې وروسته به د دغه هوایي دګر ملکي ترمینل له فني او تخنیکي اړخه سنبال وي او له لارې به یې له ستونزو پرته منظم پروازونه ترسره کیږي.
د ارزوګان ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي وویل، اوس به نه یوازې دا چې له ارزګان نه کابل ته د ملکي الوتکو پروازونه زیات شي، له ترینکوټ څخه به نورو ولایتونو ته هم الوتنې پیل شي.
ده له حکومت څخه وغوښتل چې بهر ته د اروزګان د محصولاتو د لېږد په موخه، هوایي دهلیز جوړ کړي او دغو محصولاتو ته دې په نړیوالو مارکېټونو کې د پلور لارې چارې برابرې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










