کابل (پژواک، ۹ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۲ مثبتې پېښـې ثبت شوې او په دې موده کې څوک له دې ناروغۍ مړه شوي نه دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وږي په نهمه د عامې روغتيا وزارت له لوري خپره شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۴۷ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۲ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۱۶۵ ته لوړ شو.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو تازه پېښو ۹ نهه په کابل، ۳ په پکتیا، دوه په تخار او اته نورې په کندوز ولایتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۶ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا له ويروسه د بېرته روغ شوو شمېر ۲۹۰۸۹ کسانو ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له دې ناروغۍ څوک نه دي مړه شوي.
په افغانستان کې د کرونا ويروس له رامنځته کېدو وروسته تر اوسه پورې ١٤٠٢ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
login or register a new account.