منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور پوهنتون په ځينو استادانو او محصلينو کې د کرونا نښې ليدل شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

فيروزکوه (پژواک، ۱۳ وږى ۹۹): غور پوهنتون کې داسې مهال له روغتيايي لارښوونو څخه د سرغړونو شکايتونه شوي چې په يو شمېر استادانو او محصلينو کې د کرونا نښې ليدل شوې دي.

ځايي مسوولين وايي، ډېر ژر به د مشکوکو کسانو معاينات ترسره او که چېرې د کرونا ويروس مثبتې پېښې يې لرلې  نو پوهنتون به د دوو اوونيو لپاره وتړل شي.

د افغانستان حکومت د کرونا له امله د تېر کال په کب مياشت کې ټول ښوونيز مراکز وتړل، خو تېره مياشت کله چې په هېواد کې کرونا مخ په کمېدو شوه، نو دا مرکزونه د روغتيايي لارښوونو په نظر کې نيولو په شرط بېرته پرانيستل شول.

د غور پوهنتون يوتن استاد حکيم فيضى وايي چې هلته روغتيايي لارښوونې په نظر کې نه نيول کېږي او دا موضوع يې څو څو ځلې له مسوولينو سره شريکه کړې ده.

هغه پژواک ته وويل چې په يو شمېر استادانو او محصلينو کې د کرونا نښې ليدل شوې دي .

ده زياته کړه.:" ما او دوو نورو استادانو درمل اخيستي، يو شمېر محصلينو ضعف هم کړى دى، او اکسيجن ته يې اړتيا درلود."

د دې پوهنتون يوه محصله عاطفه (مستعار نوم) هم وايي چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کرونا نښې په کې ليدل شوې دي او ځينې نور ټولګيوال يې هم دا نښې لري.

د غور پوهنتون سرپرست سيد شېراغا هاشمي وايي چې دوى ته هم استادانو د ځينو محصلينو په اړه خبر ورکړى چې د کرونا نښې په کې ليدل شوې دي، خو تر اوسه مشخصه شوې نه ده چې کرونا ده که بل ډول ناروغي.

هغه پژواک ته وويل چې دوى له دغو کسانو څخه د وينو نمونې اخلي څو معلومه کړي چي دوى خو کرونا شوي نه دي .

د نوموړي په وينا، که چېرې کرونا ثابت شوه، نو پوهنتون ددوو اوونيو لپاره تړل کېږي.

بلخوا د غور د عامې روغتيا رييس جمه ګل يعقوبي وايي، دوى هم موندلې چې په پوهنتون کې روغتيايي لارښوونې نه عملي کېږي.

هغه وايي:" د غور پوهنتون په ټولګيو کې له ٥٠ تر ٦٠ محصلين کېني، استادان ماسکونه نه کاروي، محصلين هم ماسکونه نه لري، اوبه يې هم صحي نه دي، صابون او نور روغتيايي توکي نه کارول کېږي."

نوموړي وويل چې يو روغتيايي ټيم يو ځل بيا پوهنتون ته لېږي، څو اصلي حالت معلوم کړي.

د يادونې ده چې تر اوسه په غور ولايت کې ٤٧٥ کسان پر کرونا اخته، ١٣، مړه او ١٨٤ کسان بېرته روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا