منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بلخ سيمه ييزه اداره څو مشخصو کړيو انحصار کړې ده”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٥ وږی ۹۹): په ولسي جرګه کې د بلخ يو شمېر استازي او د دغه ولايت ځيني سياسي فعالان او قومي مشران وايي چې د بلخ سيمه ييزه اداره د څو مشخصو کړيو له خوا انحصار شوې ده.

دوی زیاتوي چې دغه ولايت د کليدي ادارو لپاره مسوولين د سياسي او ګوندي سليقو په نظر کې نيولو سره ټاکي.

دغه خلک دغه راز ادعا کوي چې په بلخ کې له يو شمېر قومونو سره دوه ګونی چلند کېږي چې له امله يې پر سيمه ييزې ادارې باندې د خلکو باور کم شوی دی.

خو بلخ ولايت مقام بيا دغه ادعاوې نه تاييدوي.

په بلخ کې پر داسې مهال د سيمه ييزې ادارې پر کړنو د خلکو نيوکې زياتې شوې دي چې په دغه ولايت کې د جګړو او نا امنيو کچه تر بل هر وخت پراخه شوې ده.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې په بلخ کې د ناامنيو يو لامل له سيمه ييزې ادارې د خلکو نا رضايتي ده.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد پژواک ته وويل چې د بلخ سيمه ييزه اداره له تېرو څو کلونو راهيسې انحصار شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت ډېری کليدي رياستونه د سياسي معاملو او ګوندي روابطو پر اساس ټاکل کېږي.

همدرد وويل: ((تر ټولو ستونزمنه موضوع دا ده چې د بلخ ډېری قومونه په سيمه ييزه اداره کې خپل ځان نه ويني، دغه حالت خطرناک دی او که پام ورته ونه شي نو وضعيت له دې هم خرابېدای شي.))

نوموړي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته جدي پام وکړي.

د همدرد په خبره، د بلخ خلک داسې يوه اداره غواړي چې د بلخ ټول قومونه ونډه په کې ولري او په بشپړ ډول د ولس په خوښه اداره وي.

د بلخ ولايت قومي مشر حاجي نبي مرادي هم وايي چې د بلخ يو شمېر قومونه د دغه ولايت په سيمه ييزه اداره کې خپل ځان نه ويني.

دغه قومي مشر زياتوي، له همدې امله يو شمېر خلکو د بلخ پر سيمه ييز ادارې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((له والي نيولې تر امنيه قوماندان او نورو مهم اشخاصو پورې، ټول د ګوندي او سياسي تعلقاتو له مخې ټاکل شوي دي، په دغسې وضعيت کې به خلک څنګه د حکومت د شفافيت پر خبرو باور وکړي.))

مرادي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه ييزه کچه د ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو په خاطر اړتيا ده چې ټول قومي او سيمه ييز نزاکتونه په نظر کې ونيسي.

د مزارشريف سياسي فعال پروفيسور وکيل متين پژواک ته وويل چې دوی د يو شمېر نورو قومي مشرانو په همکارۍ هڅه پيل کړې څو په بلخ کې د عدالت پلي کېدو زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه چې د بلخ مدنيت په نوم يو ټولی يې جوړ کړی څو په دې ډول له مدني لارو پر حکومت فشار راوړي چې د بلخ سيمه ييزه اداره ولسي کړي.

نوموړي وويل: ((زه يې په ډاګه وايم، دلته له يو شمېر قومونو سره د مور او ميرې چلند کېږي، يو قوم چې بلخ کې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې نفوذ لري، خو په سيمه ييزه اداره کې يې ونډه ۱۰ فيصده هم نه ده، دا خپله بې عدالتي ده او له همدې امله د خلکو او حکومت ترمنځ فاصلې پيدا کېږي.))

متين زياتوي چې مرکزي حکومت بايد د بلخ يو شمېر سيمه ييز حساسيتونه درک کړي او د هغو په نظر کې نيولو سره تعيينات وکړي.

په مزارشريف کې مدني فعاله فريده حسامي بيا د بلخ ولايت په دولتي ادارو کې د سياسي او قومي نا انډولۍ ترڅنګ جنسیتي تبعيض هم د ښې حکومتولۍ پر وړاندې يو خنډ ګڼي.

هغې پژواک ته وويل چې په تعليمي او تحصيلي مرکزونو کې د نجونو او ښځو ونډه له نارينه وو سره مساوي ده؛ خو په خبره يې په دولتي ادارو کې بيا داسې نه ده.

دې زياته کړه: ((په تعليمي او تحصيلي ادارو کې د نجونو او ښځو ونډه نارينه وو سره مساوي ده؛ خو له بده مرغه په دولتي ادارو کې بيا د دوی حضور ډېر کمرنګه دی، اوس هم له ښځو صره د جنسيت پر اساس تبعيض کېږي چې دا کار نور د منلو وړ نه دی.))

د مېرمن حسامي په خبره، لکه څنګه چې په دولتي ادارو کې سياسي، ګوندي او قومي نا انډولي د خلکو د نارضايتۍ سبب ګرځي، همداسې جنسیتي نا انډولي هم خطر زېږوونکې ده.

هغې هم له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د خلکو غږ دې واوري او د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سره دې د بلخ په دولتي ادارو کې بدلون راولي.

خو د بلخ ولايت مقام بيا د قومي مشرانو، سياسي او مدني فعالانو دغه څرګندونې له حقيقت لرې ګڼي.

د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې د بلخ ولايت په ټولو ادارو کې ګمارنې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((د بلخ د هرې ادارې مسوول، که هغه مافوق رتبه وي او يا هم اتم بست وي، ټول به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له فلټر څخه تېرېږي او بيا به پر دنده ګومارل کېږي.))

فرهاد وايي چې د بلخ سيمه ييزه اداره په ګومارنو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي او دغه چاره يې اداري اصلاحاتو ته پرېیښې ده.

د يادونې ده، د ولسمشر غني په تېره دوره حکومت کې د بلخ ولايت مقام پر سر له عطامحمد نور سره تر اوږده جنجال وروسته، د يوه سياسي تفاهم له لارې ښاغلی محمد اسحاق رهګذر د دغه ولايت د والي په حيث وټاکل شو؛ رهګذر د جمعيت ګوند غړی او عطامحمد نور ته نږدې کس دی چې تر اوسه پورې د بلخ د والي په حيث دنده ترسره کوي.

همدا راز د بلخ امنيه قوماندان سمونوال اجمل فايض هم وروسته له هغه بلخ ته ولېږل شو چې د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر عطامحمد نور د بلخ د پخواني امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز له ګومارل کېدو سره مخالفت وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست