ژبه

غزني کې لس لاريون کوونکي ټپيان شوي

غزني ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩٩): د غزني په مرکز کې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ شخړه کې لس لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.

تېره ورځ د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پلويانو د غزني ښار په نواباد سيمه کې پر ملکي خلکو ډزې کړې وې چې د همدې ډزو په غبرګون کې د يادې سيمې خلکو نن پر لاريون لاس پورې کړ.

د سيمې يوې سرچينې پژواک ته وويل، لاريون کوونکو غوښتل چې ښار ته داخل شي خو پوليسو يې مخنيوي کړى چې له امله يې د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

د غزني د ملکي روغتون مشر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه لس ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

ده وويل چې په ټپيانو کې د دوو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د غزني پوليسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.