منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): شمال زون کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ مزارشريف ته راکډه شوې چې اوس د ښار په بېلابېلو برخو کې په کنډوالو او خېمو کې ژوند کوي.

دوی وايي چې د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري او تر دې مهاله حکومت او مرستندويه ټولنو هم ورسره مرسته نه ده کړې.

دغه بېځايه شوې کورنۍ همدا راز د مرستو په وېشلو کې د فساد په اړه هم شکايتونه لري.

په ورته مهال د بلخ د کډوالو چارو رياست چارواکي تاييدوي چې دمګړۍ په مزار ښار کې تر شل زرو ډېرې بېځايه شوې کورنۍ مېشتې دي چې له ځینو سره دوی مرسته کړې ده.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ سوېل لور ته په يوه پراخه دښته کې لسګونه کورنۍ، په کوډلو او خېمو کې ژوند کوي چې د وروستيو جګړو له امله يې خپل کورونه پرېيښي او دغه ځای ته راکډه شوې دي.

دغه بېځايه شوې کورنۍ له خراب اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان دي.

۶۵ کلن محمد سرور د يوې ۷ کسيزې کورنۍ مشر دی چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره تر خيمې لاندې شپې او ورځې تېروي.

هغه پژواک ته وويل چې شپږ مياشتې وړاندې يې د جګړو له امله د بلخ په زارع ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېښودل او د خپل سر امن کېدو په خاطر ترې راووتل.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو شپږو مياشتو کې نه حکومت او نه هم نورو خيريه بنسټونو له دوی سره مرسته کړې ده.

محمد سرور وويل: (( په زارع ولسوالۍ کې مو کورونه وو، ژوند مو ښه روان وو؛ خو شپږ مياشتې وړاندې پکې طالبانو خونړۍ جګړې پيل کړې، زموږ کورونه وسوځېدل او مجبور شوو چې دلته راغلو او اوس په خيمو کې ورځې شپې تېروو)).

هغه د سوړ اسويلي په ايستلو پژواک ته وويل چې د خوراک او څښاک له جدي کمښت سره مخ دي.

۵۰ کلنې زبېدې هم نږدې پنځه مياشتې وړاندې د زارع ولسوالۍ جګړو له امله له خپلې اينګور او درې لمسيانو سره خپل کور پرېيښي او اوس د دهدادي ولسوالۍ په ياد کمپ کې تر خېمې لاندې ژوند کوي.

هغې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په زارع ولسوالۍ کې يې ځوان زوی په جګړه کې ووژل شو او د درېیو لمسيانو سرپرستي دې ته ور له غاړې شوه.

زبيده وايي: ((په کلي کې مو وضعيت ډېر خراب شو، جنګ و، زوی مې را وواژه، درې لسميان را له غاړې شول، هلته مو ګوزاره نه کېده، وېرېدم چې نور څوک راکې مړه نه شي، دغلته راغلو، اوس د خدای هيلې ته ناست يو.))

دغه بېځايه شوې مېرمن همدا راز وايي چې د بېځايه شوو ټولو کورنيو ماشومان له درس او مکتب څخه بې برخې دي.

هغې همدا راز زياته کړه چې په دغه کمپ کې که څوک ناروغ شي؛ نو د اقتصادي ستونزو او لارې لرېوالي له امله يې ډاکټر ته نشي ور وستلای.

ياده مېرمن له حکومته غوښتنه کوي چې مرستې ورسره وکړي.

په ورته مهال د بېځايه شوو او مهاجرو کورنيو يو شمېر استازي بيا د حکومت او خيريه موسسو له خوا د مرستو پر غير عادلانه وېش هم نيوکه لري.

دوی وايي چې  ډېری وخت مرستې له هغو کورنيو سره کېږي چې يا واسطه ولري او يا هم رشوت ورکړي.

مېرمن خورشيد احمدي هغه فعاله ده چې په رضاکارانه ډول بېځايه شوو کورنيو ته مرستې جلبوي.

نوموړې شکايت لري چې ډېری مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

د هغې په خبره، که د حکومت او مرستندويه ټولنو له خوا کېدونکي کومکونه په منظم او معياري ډول ووېشل شي؛ نو د ډېرو بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ستونزې به پرې حل شي.

مېرمن احمدي پژواک ته وويل: ((اول خو مرستې نشته؛ که بيا وي هم نو مستحقو خلکو ته نه رسېږي؛ ډېر ظلم کېږي، د ښار د يو شمېر ګذرونو وکيلان د خپلو ګاونډيانو نومونه د مهاجرينو په لېست کې ورکوي او چې مرستې ورسره وشي، بیا دوی ترې خپل حق غواړي.))

دغې مېرمنې زياته کړه چې په دې ډول هغه کورنۍ له مرستو بې برخې کېږي چې جدي اړتيا ورته لري.

هغې د بلخ مهاجرينو له رياست او همدا راز نورو خيريه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د بېځايه شوو او مستحقو کورنيو د پېژندنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

له دې سره د بلخ د بېرته راستنېدونکو او بېځايه شوو رياست هم وايي چې د وروستيو جګړو له امله مزارښار ته سلګونه کورنۍ راکډه شوې دي.

د بلخ د مهاجرينو رييس سيد مسعود قادري پژواک ته وويل چې يواځې په ۱۳۹۹ مالي کال کې تر دې مهاله دغه رياست ته د ۱۲زره بېځايه شوو کورنيو غوښتنليکونه رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې ډېری دغه کورنۍ په تېرو څو مياشتو کې بېځايه شوې او خپلې سيمې يې پرېيښې دي.

ښاغلي قادري په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې په روان لمريز کال کې تر دې مهاله شاوخوا ۲۵۰۰ مستحقې کورنۍ د مرستو تر پوښښ لاندې نيول شوې دي.

نوموړی وايي چې د بلخ مهاجرينو رياست يواځې په اضطراري حالت کې کولی شي له اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي.

د هغه په خبره، په عادي حالاتو کې دغه رياست د هغو بېځايه شوو کورنيو لېستونه ترتيبوي او بيا يې له نړيوالو خيريه بنسټونو سره شريکوي څو هغوی مرسته ورسره وکړي.

د بلخ د مهاجرينو رييس پژواک ته وويل چې ټولټال څه باندې شل زره بېځايه شوې او بيا راستنېدونکې کورنۍ په مزار ښار کې موجودې دي چې مرستو ته هم اړتيا لري.

ښاغلي قادري زياته کړه چې د بلخ مهاجرينو رياست د مستحقو کورنيو د پېژندنې لپاره جامع ميکانيزم لري او د هغه پر اساس تر خپل وسه مرسته ورسره کوي.

د مهاجرينو رييس زياتوي چې مزارشريف ښار ته ډېری مهاجرين له بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو څخه د جګړو له امله را کډه شوي دي.

د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم زرګونه کورنۍ د وروستيو جګړو له امله بېځايه شوې او دا مهال په سختو شرايطو کې ژوند کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه