جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د ختيځو ولايتونو يو شمېر قومي مشران او مدني فعالان وايي، د دغو ولايتونو علمي کادرونو ته په لويه کچه د دندو نه ورکړه تعصبي چلند دی او دوی به د خپلو حقونو غوښتنې لپاره عدالت وغواړي.
دوی وايي، د ختيځو ولايتونو ځوانانو په ډېرو سختو شرايطو کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي، د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال خلکو قرباني ورکړې ده خو د کابيني او واليانو په ټاکنه کې ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي.
دوی چې نن په جلال اباد ښار کې راټول شوي وو، دغه راز يې د جګړې د قربانيانو کورنيو ته هم د پاملرنې غږ وکړ.
ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، حکومت تل د ټاکنو پر مهال رايه د ختيځو ولايتونو په خلکو پوره کوي او بيا څوکۍ د نورو ولايتونو خلکو ته ورکول کېږي چې دا له دغو خلکو سره تعصبي چلند دی.
دی وايي، دغه ځل به ولس خپل حق غواړي او حکومت به دې ته مجبوروي چې د دوی حق په کابينه او نورو لوړو څوکیو کې ورکړي.
په دې غونډه کې د علماوو شورا د پخواني مشر مولوي قيام الدين کشاف د کورنۍ غړو هم ګډون درلود او پر حکومت يې نيوکه کوله چې د هغه د مړينې پر مهال يې حتی يوه اعلاميه هم خپره نه کړه.
د نوموړي زوی، محمد نعيم کشاف وايي، پلار يې د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی خو حکومت دوی ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
دی وايي، د حکومت، په ځانګړې توګه د ولسمشر دا بېغوري چې د ختيځو ولايتونو د خلکو پر وړاندې يې کوي، دوی به دې ته مجبور کړي چې د خپل حق غوښتو په خاطر لاريونونه وکړي.
مدني فعال عبدالرحمن معاون هم همدا نيوکه درلوده چې حکومت د ختيځو ولايتونو ځوانانو او علمي کادرونو ته د چوکيو په وېش کې هېڅ پاملرنه نه کوي.
د غونډې ګډونوالو ګوتڅنډنه وکړه که حکومت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي نو دوی به پراخ لاريونونه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










