جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې يې د تاريخي ځايونو موندلو څېړنه پيل کړې چې تر اوسه يې په نهو ولسواليو کې ۱۵ مهم تاريخي ځايونه موندلي دي.
دوی وايي، دغه ولايت د ګندهارا مدنيت مهمه سیمه پاتې شوې او د زرګونه کاله مخينه لرونکي ځايونه په کې موجود دي.
همدا اوس د دغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند پر سبزاباد تاريخي غونډۍ کيندنې روانې دي چې ۱۶۰ قلمه بېلابېل تاريخي اثار ترې ترلاسه شوي او مسوولين وايي، د زرګونو نورو اثارو موندل کېدو هيله مندي شته.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس رحيم الله خوږياڼي د وږي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، د سبزاباد تاريخي غونډۍ درې برخې لري چې د دوی د اټکل له مخې، په درېيو تاريخي دورو پورې اړه لري.
ده وويل، له سبزاباد غونډۍ ترلاسه شوي ۱۶۰ قلمه تاريخي اثار نور هغه اثار دي چې له دې غونډۍ ترلاسه کېږي، د سراج العمارت په ودانۍ کې به د ننګرهار موزيم جوړېږي او دغه تاريخي اثار به په کې خوندي کېږي.
هغه زياته کړه: ((درې کاله کېږي چې کيندنې پيل شوې، د درېيو دورو اثار په کې شته، بنسټ يې د بوديزم له دورې دی، هرې دورې په کې خپلې نښې پرېيښې او وروستی پېر يې د اسلامي دورې دی، خو متاسفانه د تېرو څلورو لسيزو جګړو يې لومړۍ برخه ويجاړه کړې ده.))
دی وايي، کله چې پر دې دنده ګومارل شوی، نو له هماغې ورځې يې پلان جوړ کړی چې د ټولو ولسواليو څېړنه به کوي او تاريخي ځايونه به پيدا کوي؛ ځکه ننګرهار د ګندهارا تمدن مرکز پاتې شوی او ډېر تاريخي ځايونه په کې موندلی شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس دا څېړنه پيل شوې او په نهو ولسواليو کې يې ۱۵ مهم تاريخي ځايونه موندلي چې تر ټولو مهم يې د هېواد د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان په لاس جوړ شوي دوه څلي دي چې ډېر ژر به يې د عملياتي واحد اداره بيارغونه پيل کړي.
د رحيم الله خوږياڼي په وينا، که د ننګرهار هره ولسوالۍ او هر کلی وپلټل شي نو خامخا به په کې يو تاريخي ځای راڅرګند شي چې د دغه ولايت د تاريخ پر لرغونتيا به دلالت کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اندېښنه وښوده چې په تېر کې د دغه ولايت د تاريخي ځايونو راسپړنې او خوندي کولو په موخه هېڅ قانوني ګام نه دی اخیستل شوی، بلکې په ډېرو ځايونو کې خپل سري کيندنې شوې او تاريخي اثار يې لوټ شوي دي.
دی وايي، که اوسنۍ لړۍ دوام وکړي او حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ننګرهار د تاريخي ځايونو د بيارغونې او خوندي کولو په موخه بودجه ورکړي نو دغه ولايت به يو ځل بيا خپل تاريخي ارزښت پيدا کړي او د نړۍ د سيلانيانو د راتګ سبب به وګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










