منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مسوولین: د هرات پنځه ولسوالۍ د ګوزڼ ویروس له ګواښ سره مخ دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

هرات ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د هرات د روغتیا برخې مسوولین خبرداری ورکوي چې که د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پولیو کمپاین عملي نه شي، ښایي پر ګوزڼ د اخته ماشومانو په شمېر کې ډېروالی راشي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر اصف کبیر نن د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل چې اوس مهال د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د ماشومانو د فلج ۷ پېښې چې څلور په فراه، دوه په هرات او یوه هم په بادغیس ولایت کې دي، ثبت شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ځینو امنیتي ستونزو له امله اندېښنه څرګندوي او وایي چې طالبانو په دې دوره کې هم په شینډنډ، کشک کهنه، کشک رباط سنګي، ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې کور په کور کمپاین ته اجازه نه ده ورکړې.

هغه خبر ورکوي چې اوس په هرات ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په زیاتېدو ده او د دولت مخالفین اجازه نه ورکوي څو کور په کور کمپاین ترسره شي او خلک خپل ماشومان واکسین کړي، په هرات کې به د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې له دې هم ډېرې شي.

نوموړي څرګنده کړه چې ټاکل شوې د پولیو واکسین په دې دوره کې د هرات ولایت په کچه له ٦٥٤ څخه ډېر تر پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومان واکسین شي.

هغه د هرات له اوسېدونکو وغوښتل څو له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو ساتلو لپاره، هغوی واکسین کړي.

په همدې حال کې د هرات د والي مرستیال د پولیو واکسین د پیل په مراسمو کې وویل، هڅه کېږي څو د سیمې د سپین ږیرو او مشرانو له لارې، په هغو ولسوالیو کې چې تر امنیتي ګواښ لاندې دي، د واکسین کور په کور کمپاین ترسره شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د واکسین څاڅکې په اخیستلو سره دې خپل ماشومان له ګوزڼه وژغوري.

په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا او دیني عالمان وايي چې د ماشومانو د واکسینو کمپاین یو عام المنفعه پروګرام دی او له طالبانو غواړي چې د دغه کمپاین د تطبیق مخه ونه نیسي.

هغوی هم خبرداری ورکوي چې که د دغه کمپاین پلي کېدو مخه ونیول شي، په هرات کې به د پولیو ناروغي ډېره شي.

د هرات د روغتیا برخې مسوولین وایي، د پولیو دوه پېښې په شینډنډ او پښتون زرغون ولسوالیو کې معلومې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا