جلال اباد (پژواک،۲۳ وږی ۹۹): ننګرهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د نهو پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي زیاتوي چې لومړی وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل او وروسته بيا د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د شېرزادو ولسوالۍ اړوند د زوجان کلا په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
دی وايي، وروسته وسله وال د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول چې د نښتې په پايله کې پنځه طالبان چې ټول پاکستانيان دي وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
هغه زیاته کړه چې په ټپيانو کې هم څلور پاکستاني وګړي دي.
د والي وياند ډاډ ورکړ چې په دې نښتو کې امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دی اوښتی او زياته يې کړه چې د وسله والو يو شمېر جسدونه، وسلې او مهمات هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










