منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو درېیو ورځو کې د غور پوهنتون ۲۳ محصلین پر کرونا ویروس اخته شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

فېروزکوه (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): په غور کې روغتیایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د محصلینو له ۶۳ مشکوکو پېښو څخه ۲۳ هغه یې مثتبې پېژندل شوې دي چې اوس مهال قرنطین دي.

دا په داسې حل کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۷۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۷ هغه یې د غور ولایت اړوند دي.

په همدې ډول د وږي په شلمه په غور ولایت کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه ثبت نه شوه؛ خو تېره ورځ هلته ۲۱ پېښې ثبت شوې دي چې په درېیو ورځو کې په ټوله کې په دغه ولایت کې ۲۸ مثتبې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر جمعه ګل یعقوبي وایي، دغه محصلین د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري او اوس مهال قزنطین دي.

یعقوبي زیاته کړه: «اوس مهال د کرونا په دویمه څپه کې قرار لرو، ښوونځي او پوهنتونونه هم پرانیستي او نوره ګڼه ګوڼه هم ده، زموږ روغتیایي ټېمونو د غور پوهنتون له ۶۳ محصلینو نمونې واخیستې چې له بده مرغه د ۲۳ هغو پایلې مثبتې وې چې د پوهنتون په مرسته دغه کسان قرنطین شوي دي.»

د غور پوهنتون سرپرست سید شېراغا هم په دغه خبري غونډه کې وویل، له دې سره چې د زده کړې د دغه بنسټ محصلینو روغتیایي سپازښتنې مراعات کړې، بیا هم دغه شمېر محصلین په کرونا ناوغۍ اخته شوي دي.

هغه وایي: «په پوهنتون کې ټول روغتیایي موارد رعایت شوي دي صابون شته، اوبه شته محصلین ماسک تړي؛ خو بیا هم زموږ ځینې محصلین په دغه ناروغۍ اخته شوي دي موږ هڅه کوو ډېر روغتیایي موارد مراعات کړو چې نور محصلین په دغه غاروغۍ ککړ نه شي.»

بلخوا د غور پوهنتون یو شمېر محصلین وایي چې د ماسک او دستکشو د پېرلو توان نه لري او نه شي کولای وقایوي موارد په ښه ډول په پام کې ونیسي.

یو محصل محمد نعیم وایي: «زه همدا اوس له ولسوالۍ راغلم، د اتاق کرایه ورکوو، اوبه او ډوډۍ پېرو د ماسک، دستکشو او صابون د اخیستلو وس نه لرو او نه شو کولای دغه روغتیایي موارد په سم ډول مراعات کړو حد اقل حکومت دې زموږ ملاتړ وکړي.»

د غور پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي محصل هم د غور ولایت پر روغتیایي مسوولینو نیوکه کوي وایي: «حد اقل روغتیایي مسوولینو به دغه موضوع له وزارتونو سره شریکوله چې د غور پوهنتون معیاري ټولګي نه لري، روغتیا وزارت باید محصلینو ته ماسکونه او دستکش ورکولای محصل کتاب او چپټر چاپ کړي او که ماسک او دستکش وپېري.»

دا په داسې حال کې ده چې په غور کې د روغتیاي مسوولینو په وینا، د کرونا ویروس له پیله تراوسه په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۵۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. چې ۱۱ هغو یې خپل ژوند له لاسه کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا