منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

مهترلام (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): د لغمان په مرکز مهترلام کې د څه کم لس میلیونه افغانیو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه چې د ۴۰۰ سوه زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.

د مياخېل په نوم دغه ښوونځی د وږي په ۲۴مه پرانيستل شو چې په کې والي او يو شمېر نورو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د پوهنې رييس عبداالله حمیدي پژواک ته وويل، د بابا صېب په دښته کې د میاخېلو لومړنی ښوونځی د سویډن موسسې له لوري د ۹ میلیونه، ۷۵۰زره او ۳۱۰ افغانیو په لګښت جوړ شو.

نوموړی وایي، یاد ښوونځی ۶ تدریسي، ۲ اداري خونې، ۱۰ تشنابونه، د پاکو اوبو څاه، ۱۸۰ متره احاطوي دېوال او ۱۱۸ دو نفري چوکۍ لري چې د یوه کال په موده کې یې چارې بشپړې شوې.

د پوهنې رييس زیاتوي چې د میاخېلو ښوونځی ۴۰۰ زده کوونکي لري او د دغه تعمیر په جوړېدو سره یې ډېرې ستونزې حل شوې.

د لغمان والي رحمت الله يارمل له ځايي خلکو وغوښتل چې دا ودانۍ د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې په خاطر ښه وساتي او که په چارو کې يې هر راز درغلي شوې وي او دوی يې اسناد ولري ولايت سره دې شريک کړي.

د ولایتي شورا رييس عتیق الله عبدالرحیمزي د سویډن له موسسې غوښتنه وکړه چې ورته ښوونځي دې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم جوړ کړي.

د سیمې یوه قومي مشر ډګروال عبدالقادر له مسوولینو مننه وکړه چې کوچنیانو ته د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه، هغه دغه راز یادونه وکړه چې یاد ښوونځی دې لا پراخ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه