جلال اباد (پژواک ٢٤ وږی ۹۹): ځیني هغه افغانان چې په ګوانتنامو زندان کې د طالب په تور بندیان وو، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې پيل شوو خبرو ته هيله من دي.
دوی چې د طالبانو د مذاکراتي ټېم له يو شمېر غړو سره په ګوانتنامو زندان کې يوځای وخت تېر کړی وايي، دغو کسانو به ورسره تل په خبرو کې د جګړو له دوام نا خوښي ښوده او سولې ته يې لېوالتيا ډېره وه.
د ننګرهار د بهسودو اوسنی ولسوال حاجي غالب مجاهد، د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی کاکو کوچی او د چپرهار ولسوال اوسېدونکی محمد نسيم هغه کسان دي چې کلونه يې د ګوانتنامو په زندان کې تېر کړي دي.
دوی وايي، هلته له طالب مشرانو سره نږدې پاتې شوي او د دغو مشرانو له ډلې يو شمېر يې اوس د قطر د سولې په بين الافغاني خبرو کې د طالبانو د مذاکراتي ټېم غړي دي.
د دغو کسانو له ډلې غالب مجاهد هغه څوک دی چې د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ د ملي محاذ ګوند قوماندان و او د موقت حکومت په رامنځته کېدو سره د ننګرهار په غني خېلو کې یې د امنيه قوماندان په توګه يې کار پيل کړ.
خو نوموړی وايي، د څو مياشتو دندې وروسته پرې امريکايي ځواکونو چاپه ووهله او له طالبانو سره د اړيکو په تور يې بندي کړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د بند په دې موده کې د طالبانو له يو شمېر مشرانو سره نږدې پاتې شوی، تل يې له هغوی سره بحثونه کړي او دې نتيجې ته رسېدلی چې هغوی د جګړې پر دوام ناخوښ دي.
دی د ملا خيرالله خيرخوا، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا عبدالحق وثيق او يو شمېر نورو طالب مشرانو چې اوس د سولې په مذاکراتي ټېم کې هم دي، نومونه اخلي او وايي، دوی ورسره تل سولې ته لېوالتيا ښودلې ده.
هغه زياته کړه: ((دوی کې هر رقم خلک به وي، هر رقم ډلې به وي، خو که دغسې خلک په کې شامل وي، دوی د افغانستان د خير خلک دي، د افغانستان په نفعه دي، تاسو به وګورئ چې همدغه خلک چې ما يې نومونه واخيستل، انشاالله دوی به داسې رول لوبوي چې هيله مندي ورته ډېره ده.))
محمد نسيم د چپرهار ولسوالۍ د شونالې سيمې اوسېدونکی دی، وايي، د طالبانو په ليکو کې جنګېده، بهرنيو ځواکونو نيولی و، لومړی يې ۴ مياشتې په باګرام زندان او بيا يې څلورنيم کاله په ګوانتنامو زندان کې بند تېر کړی خو اوس يې وسله وال فعاليت پرېيښي او ورځ مزدوري کوي.
هغه هم د طالبانو له يو شمېر مشرانو سره چې اوس د سولې د مذاکراتي ټېم غړي دي، نږدې پاتې شوی او وايي، دوی تل پر دې بحثونه کړي چې جګړه د ستونزې حل لاره نه ده، بايد له يوې بلې لارې خپلې سياسي موخې ته ورسېږي.
هغه له پژواک اژانس سره خبرو کې د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره د اوربند پر منځته راتګ ټينګار وکړ او د جګړو دوام يې د ټولو افغانانو پر زيان ياد کړ.
کاکو کوچی چې د ننګرهار د شينوارو (غني خېلو) ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو په ليکو کې يې وسله وال فعاليتونه کول، درې مياشتې يې باګرام زندان او درې کاله او ۴ مياشتې يې د ګوانتنامو زندان تېر کړي، وايي، د ګوانتانامو د بند موده يې له ډېرو طالب مشرانو سره يوځای تېره کړې ده.
دی زياتوي: ((جنګ د حل لاره نه ده، دوی په دې ټول شي باندې پښيمانه وو او موږ به چې له دوی سره خبرې کولې، ويل به يې جنګ د حل لاره نه ده، نو اوس افغان حکومت ته په کار ده چې دغه چانس نه ګټه واخلي او د سولې دغه پروسه کاميابه کړي.))
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د پلاو ترمنځ د نړيوالو استازو په شتون کې د بين الافغاني مذاکراتو رسمي مراسم وړمه ورځ ترسره شول، او ټاکل شوې ده چې نن يا سبا رسمي مخامخ خبرې پيل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










