جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار پوهنتون يو استاد وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، ناپېژاندو وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې د ننګرهار پوهنتون يو استاد وژلی دی.
هغه زياته کړه، استاد ادم خان ملاتړ په خوږياڼو ولسوالۍ کې له کوره د پوهنتون پر لور روان و چې د وسله والو تر بريد لاندې راغی.
دی وايي، پوليسو د پېښې څېړنې پيل کړې چې د وژل کېدو علت کومه شخصي دښمني ده که دولت ضد وسله والو وژلی دی.
استاد ملاتړ د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د استادۍ دنده لرله.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د يادونې ده، تېر کال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس استاد مسعود نيکبخت په جلال اباد ښار کې په يوه چاودنه کې وژل شوى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










