منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۸ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې چاودنې د ملي امنيت څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۵ وږی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر کارکوونکو چاودنه شوې چې چارواکي په کې د څلورو سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي د سړک منځ ګلدان کې ځای پرځای شوي و.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا ۹ بجې او ۴۵ دقيقې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند انګور باغ سړک باندې د ملي امنيت د کارکوونکو په هايلکس ډوله موټر چاودنه شوې.

دی وايي، چاودېدونکي توکي د سړک منځ ګلدان کې ځای پرځای شوي و او کله چې موټر له سيمې تېرېده چاودنه يې کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ملي امنيت يو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د والي وياند وويل، ټپي سرتېري روغتون ته لېږدولي شوي او سيمه د امنيتي ځواکونونو تر کنټرول لاندې ده.

د يادې چاودنې مسووليت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه