مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کفايت مارکېټ لسګونو صرافانو اعتراض کړی او خپل دوکانونه يې تړلي دي.
دغه اعتراض په بلخ کې د صرافانو اتحاديې د رييس حاجي عبدالقيوم د تښتولو په غبرګون کې پيل شوی دی.
نوموړی نن سهار د تلې په لومړۍ نېټه له مزارشريف ښار څخه نامعلومه کسانو تښتولی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې د بلخ د صرافانو اتحاديې مشر حاجي عبدالقيوم نن سهار هغه مهال چې له جوماته د کور پر لور روان و، تښتول شوی دی.
هغه زياته کړه چې دغه پېښه د مزارشريف ښار درېيمې ناحيې اړوند د سياه ګرد سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، پوليسو هڅې پيل کړې څو ياد شخص د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړي.
په ورته مهال د مزارښار د کفايت مارکېټ لسګونو صرافانو اعتراض پيل کړی او د تښتول شوي کس د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
د کفايت مارکېټ يوه صراف جمعه خان نظري پژواک ته وويل چې له ډېر وخت راهيسې دوى له امنيتي ننګونو څخه ځورېږي.
هغه زياته کړه چې دوه اوونۍ وړاندې د کفايت مارکېټ له دننه څخه يوه صرافي د غلو له خوا ولوټل شوه.
نوموړی زياتوي چې نن سهار د صرافانو اتحاديې مشر تښتول شوی چې په وينا يې، دا د ټولو صرافانو او سوداګرو لپاره د خطر زنګ دی.
د نجيب الله په نوم يوه بل صراف هم پژواک ته وويل چې د بلخ سيمه ييزه اداره د دوی د کاري امنيت په خونديتوب کې پاتې راغلې ده.
هغه زياته کړه چې که وضعيت دغسې دوام وکړي نو دوی مجبور دي خپل دوکانونه وتړي او په کور کېني.
نوموړی د بلخ له سيمه ييزې ادارې غوښتنه کوي چې د دوی د امنيت خونديتوب ته دې په جدي ډول پاملرنه وکړي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم د مزارشريف د کفايت مارکېټ دوکاندارانو په دغه ځای کې د غلاوو زياتېدو په غبرګون کې د څو ساعتونو لپاره خپل دوکانونه تړلي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










