جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې يې وسله والو سره د نښتې پر مهال اته وسله وال وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
نښته تېره شپه د وسله والو له لوري د سرحدي ځواکونو پر پوستو تر بريد وروسته رامنځته شوې چې پرمهال يې ۸ تنو سرحدي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په لومړې نېټه پژواک ته وويل، تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه وسله والو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ د سنګانې سرو غونډيو سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه، وروسته د سرحدي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې ۱۴ وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زياتوي: ((په نښته کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپيان دي چې د ځينو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.))
عطاء الله خوږياڼي تاييد کړه چې په دې نښتو کې څلور سرحدي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان هم دي.
هغه ډاډ ورکړ چې اوسمهال په سيمه کې وضعيت عادي دی او امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ په ټولو سيمو کې د ډاډمن امنيت په موخه ځانګړي فعاليتونه کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې چې په قطر کې د حکومت او طالب وسله والو د مذاکراتي ډلو ترمنځ د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي د يو شمېر نورو ولايتونو ترڅنګ د ننګرهار په خوږياڼو، شيرزادو او حصارک ولسواليو کې دغې ډلې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونو ته زور ورکړی دی.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










