منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د شهید نقیب احمد خپلواک ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٥ تله ٩٩): په پروان ولايت کې يوې لېسې ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا په ننګرهار ولايت کې بیا یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د ننګرهار چارواکو د معلوماتو له مخې، د شهيد نقيب احمد خپلواک لېسې ودانۍ د UNHCR ادارې په مالي لګښت رغول کېږي او د بنسټ ډبره يې نن د تلې په ۵مه کېښودل شوه.

د ننګرهار ولايت رسنيو له دفتره پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له قوله راغلي چې د شهيد نقيب احمد خپلواک د لېسې ودانۍ د UNHCR ادارې د ۲۷۲ زره ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو کې رغول کېږي.

نوموړي زياته کړه، د خپلواک لېسې لپاره ۸۵۰ متره مربع ساحه کې نوې ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۴ خونې، کمپیوټر لیب، یو لابراتوار، مېزونه، چوکۍ، د پاکو اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیستم او یو شمېر نور ضروري محلقات ولري.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا ودانۍ به په لسو مياشتو کې بشپړه شي او زده کوونکي به د سرپناه نشتوالي له ستونزې وژغول شي.

دغه راز د پوهنې رييس حسیب الله شینواري ويلي UNHCR ادارې د یادې ودانۍ د چارو پیل کېدو ترڅنګ له پوهنې رياست سره د کتابتونونو جوړیدو، لمریزې برېښنا فعالیدو، پاکو اوبو زمینې برابریدو او نورو ۹ پروژو چارې عملاً روانې کړي دي .

د شهید نقیب احمد خپلواک پلار بشیراحمد د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه چې په هڅو یې نومول شوي ښوونځي ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې او همدا راز د دوی قدردانۍ په موخه یې کور ته ورغی.

د يادولو ده، نقيب احمد خپلواک چې په بهرنيو هېوادونو کې لوړې زده کړې وې، ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲۴مه نېټه په کابل کې پر امريکايي پوهنتون د وسله والو د ډله ييز بريد پر مهال ووژل شو.

د يو بل خبر له مخې، په پروان ولايت کې يوې لېسې ته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ودانۍ د پروان ولايت د تتمدره سيمې د الجهاد لېسې لپاره جوړه شوې ده.

د پروان د پوهنې رييس عبدالظهور حکيم  وايي چې پر دې ودانۍ ١١ ميليونه او ٢٧٣ افغانۍ لګښت راغلى چې د هندوستان لخوا ورکړل شوى.

هغه زياته کړې چې دا ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې او نور ټول ملحقات لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه