منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۵ پېښې ثبت او دوه کسان مړه شوي

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ۸ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۲۵۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په اتمه، د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۷۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې دي، چې ۱۵ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۲۵۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې، شپږ په کابل، څلور- څلور په بلخ او دایکنډی او يوه په بادغیس ولايت کې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۰۴ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تراوسه ۳۲۷۴۶ کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

 د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله درې کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۴۵۸ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا