ژبه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۱۱ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا پنځه مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۲۹۰ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ۱۱ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۱۱ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې پنځه يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۲۹۰ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې، دوه په کابل کې، دوه په دایکنډي او یوه په زابل ولایت کې ثبت شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي او په هېواد کې د بېرته روغ شوو کسانو شمېر هم  ٣٢٨٤٢ کسانو ته رسېدلی دی.

خو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تراوسه ١٤٥٨ کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.