ژبه

د امریکا ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې په کرونا اخته شوي

کابل (پژواک،۱۱ تله ٩٩): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې په کرونا اخته شوي او دوى به د قرنطين دوره پيل کړي.

دغه پورته څرګندونې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تلې په ١١مه په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.

هغه ليکلي دي چې دى او مېرمن يې په کرونا اخته شوي او دوى به قرنطین شي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا لس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى دى.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۳۴ ميليونو کسانو اوښتى، څه باندې ۲۳ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او تر يو ميليون ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي چې د ټولو ناروغانو پنځه سلنه جوړوي.

د یادونې ده، چې دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر اووه ميليونه او شاوخوا ١١٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي او دغه راز شاوخوا  ٢٠٦ زره کسان په امریکا کې له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

په افغانستان کې تراوسه څه باندې ٣٩زره او ۲۸۵  کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٥٨ کسان مړه او ٣٢٨٤٢ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.