منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ يو قومي مشر له خپل ځوان زوى سره وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۰ کتنې

جلال اباد  (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د کونړ يو قومي مشر له خپل یوه ځوان زوى سره په ننګرهار ولايت کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناپېژاندو وسله والو د کونړ پر قومي مشر حاجي مزمل مشواني بريد کړى او هغه یې له یوه ځوان زوى سره وژلى دى.

خوږياڼى وايي چې بريدګر تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د حاجي مزمل د کورنۍ غړي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر ظاهر شکېب  وايي چې هغه د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکى و.

نوموړى وايي چې د هغه د جنازې مراسم نن د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې ادا کېږي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه