ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د يوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي

لوګر کې د يوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي

author avatar
3 Oct 2020 - 11:16
لوګر کې د يوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي
author avatar
3 Oct 2020 - 11:16

پل علم (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د لوګر چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د پل علم ښار اړوند د موټر فروشانو په سيمه کې وسله والو طالبانو درې تنه وژلي دي.

هغه وايي چې په وژل شوو کې د سيمه ييزو پوليسو پخوانى قوماندان خواجه فريد مبارز، د امنيې قوماندانۍ د جنايي برخې کارکوونکی عبدالباسط فقيري او يو ملکى وګړى انجنير سيد حيدر هاشمي شامل دي.

دغه راز د پېښې يوه شاهد احمد خالد پژواک ته وويل چې پېښه د ولايت مقام په دوه سوه مترۍ کې رامنځته شوې ده.

ده وويل: ((دغه کسان تېر ماښام د وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.))

نوموړى زياتوي چې په دې وروستيو کې د لوګر د نورو سيمو ترڅنګ په مرکز پل علم هم امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى چې جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.