لومړى تعقيب- جلال اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې موټربم بريد شوی چې له امله يې ٥٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس نيمې بجې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې لومړى د ولسوالۍ په قراول کې د مازدا موټر په وسيله چاودنه وشوه او وروسته څو بريدګرو د بريد هڅه وکړه چې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
خوږياڼى وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په بريد کې ١٣ ملکي وګړي او يو سرتېرى وژل شوي او ٤٢ نور کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې دوه ماشومان هم شامل دي او ټپيان نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د والي وياند وويل چې په وژل شوو کې ١٣ او په ټپيانو کې ٣٨ ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
بلخوا په دې پېښه کې د افغانستان د کرکټ ملي او نړيوال لوبڅار بسم الله جان شينواري د کورنۍ او خپلوانو اووه غړي هم وژل شوي دي.
د کرکټ بل لوبڅار پکتين احمد پژواک ته وويل چې په دې کسانو کې د هغه اولادونه، ورېرونه او د تره اولادونه شامل دي چې په يوه موټر کې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو.
د سيمې يوه اوسېدونکي عيني شاهد الفت شينواري پژواک ته وويل چې دى په خپله په بازار کې و چې پر ولسوالۍ د موټربم په وسيله بريد وشو.
هغه وايي چې په دغه برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي رحيم الله شينواري پژواک ته وويل،بريد د ولسوالۍ پر قراول شوى چې له امله يې ١٥ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه هلته راټول شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










