منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د غوړیو، بورې او چای بیې ټيتې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ تله ٩٩): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د غوړیو، بورې او چای بیې ټيټې شوې خو د وریجو، اوړو او سرو زرو بیې بیا لوړې شوې دي.

د خوراکې توکو د ټولنې رییس زمري ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۴۵۰افغانیو ۱۳۱۰ افغانیو، د ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۰۸۰ افغانیو، د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه له ۳۰۰ افغانیو څخه ۲۹۰ افغانیو او د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۳۰۰ څخه ۲۹۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

نوموړي د وارداتو ډېرښت او د تقاضا کموالی د یادو موادو د بیو د ټيټېدو لاملونه یاد کړل.

خو دی وایي چې د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۲۴ کلیوګرامه لومړۍ سېله پاکسانۍ وریجو بیه له ۲۱۵۰ افغانیو ۲۳۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰افغانیو ۱۷۰۰افغانیو ته لوړه شوې ده.

د صافي په خبره د یادو موادو بیې په پاکستان او قزاقستان هېوادونو کې تر لوړېدو وروسته په کابل کې هم لوړې شوې دي.

د ځينې موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانیو او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد وایي چې نن د تېرې شنبې په نسبت، د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ٣۶٠٠ افغانیو ۳۷۰۰ افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ افغانیو، ۳۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړېدو سره تړاو لري.

د سون توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۷ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یو تن ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۷۶.۷۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۷۹  افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تلې په پنځمه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۶۷ افغانۍ بدلېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد