لومړى تعقيب - جلال اباد (پژواک، ١٤ تله ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د لغمان پر والي رحمت الله يارمل چاودنه کې د هغه د څلورو ساتونکو په ګډون اته کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.
د ځايي چارواکو په وينا، د موټربم په وسيله دغه چاودنه نن (د تلې ١٤مه) سهار شاوخوا لس بجې په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې هغه مهال وشوه چې والي رحمت الله يارمل له مېلمستونه د ولايت مقام پر لور روان و.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د والي د څلورو ساتونکو په ګډون اته کسان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې ټول ٣٠ ټپيان ولايتي روغتون ته وړل شوي چې د يو شمېر روغتيايي وضعيت ښه نه دى ښودل شوى.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې څلور ملکي وګړي او څلور د والي ساتونکي دي، دغه راز په ټپيانو کې هم د والي دوه ساتونکي دي او ٢٨ ملکي وګړي دي.
دولتزى وايي چې په سيمه کې يوه رېکشه هم ويجاړه شوې چې له امله يې يو شمېر سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند وويل چې ډېرى هغو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په سيمه کې پلي روان وو او يا هلته ولاړ وو.
نوموړي د والي په اړه وويل چې هغه له چاودنې روغ وتلى، خو دا چې چاودنه زوروره وه او موټر يې هم تخريب شوى، نو کېداى شي د بدن ځينو برخو يې زور ليدلى وي.
بلخوا د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت ويلي چې د يادې چاودنې له امله په سيمه کې د علي خېلو د لېسې ودانۍ هم زيانمنه شوې او څلور زده کوونکي يې ټپيان شوي دي.
ددغه بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










