منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر د قطر او کويټ په سفر روان شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٩): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کويټ او قطر پر لور وخوځېد.

له ولسمشرۍ ماڼۍ د تلې په ١٤مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر  لومړى د کویټ د مخکني امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح اروا ته د دعا او د یاد هېواد له حکومت او خلکو سره د غمشریکۍ لپاره یاد هېواد ته ولاړ.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني به د کویټ د امیر روح ته له دعا وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي او د قطر له امیرشیخ تمیم حمد بن ال ثاني، لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به دوحې ته د سفر په جریان کې په دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته وینا هم وکړي.

ارګ وايي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام دفتر عمومي رییس محمدشاکر کارګر، د چارو ادارې لوی ريیس ډاکتر فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر، د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي، د اقتصاد وزارت سرپرسته کریمه حامد فاریابي، د ولسي جرګې غړی حاجي اجمل رحماني، د مشرانو جرګې استازی عبداللطیف نهضتیار او په کویټ او قطر کې د افغانستان سفیران هم ملتیا کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست