جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): په ننګرهار کې د ملکي وګړو د خونديتوب کاري ډلې په ننګرهار او لغمان ولايتونو وروستي بريدونه وغندل او جګړه کې ښکېلو اړخونو باندې يې غږ وکړ چې د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی وويل، وروستيو کې د بمي چاودنو او نورو جګړو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوړي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
د ملکي وګړو د خونديتوب دغې ډلې وويل، که د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوام ولري، نو د سولې خبرې ورسره زيانمېدلی شي.
د ملکي وګړو د خونديتوب کاري کمېټې غړو د تلې په ۱۵مه جلال اباد ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې.
د دوی له ډلې چترال همت شينواري وويل، د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ او لغمان د پېښو ترڅنګ په ټول هېواد کې شوي بريدونه او روان تاوتريخوالى ولس ته د منلو نه دی او دا بريدونه له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
هغه په هېواد کې وروستي برېدونه په کلکو ټکو وغندل او د جګړې له دواړو خواو يې غوښتنه وکړه چې نور له بې ځايه وينې توېدنې لاس واخلي.
شينواري دغه راز د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پيل شوې خبرې د دايمي سولې راتګ لپاره يو ښه فرصت ياد کړ او له ښکېلو اړخونو يې غوښتنه وکړه چې د همدې خبرو پر بنسټ روانې خونکارې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.
د يادې ټولنې غړې نسيمې سادات وويل، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او حکومت او طالبان بايد د جګړو د پای او سولې راتلو دا چانس له لاسه ور نه کړي او سوله وکړي.
هغې زياته کړه: ((که جنګ روان وي نو ټول په کې عام خلک قتلېږي، که دې خوا دي او که هغو خوا دي عام خلک دي. زما غوښتنه له وسله والو مخالفينو دا ده چې دوی په قطر کې تر هر څه وړاندې بايد اوربند وکړي.))
روانه اوونۍ د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ملي امنيت په مديريت او په لغمان کې د والي په موټريز کاروان موټر بم بريدونه وشول چې شاوخوا سلو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. د دغو بريدونو مسووليت لا د دولت کومې مخالفې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










