فېروزکوه (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د غور ولایت اوسېدونکي، مدني فعالان او ولایتي شورا په داسې حال کې په نشه یي توکو د روږدو د ډېروالي او د هغوی د درملنې لپاره په لوړ ظرفیت د روغتون د نه شتون په اړه شکایت کوي چې په غور کې د ۱۰۰ زرو روږدو لپاره یو شل بستره روغتون موجود دی.
د غور د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین تاییدوي چې اوس مهال په دغه ولایت کې په نشه یي توکو تر سل زرو ډېر روږدي کسان شته؛ په داسې حال کې چې په یاد ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو د درملنې لپاره یوازې یو شل بستريز روغتون شتون لري.
د فېروزکوه ښار یوه اوسېدونکي سهراب غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په غور ولایت کې په ټولو برخو کې پام نه دی شوی؛ خو پر نشه د روږدو په برخه کې نه پاملرنه ډېره ده چې په نتیجه کې یې په نشه یي توکو د روږدو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
هغه زیاته کړه: «تاسو وګورئ په هره کوڅه او پس کوڅه، په پارکونو او نورو ځایونو کې روږدي راټول شوي چې ډېر ټولنیزې ستونزې یې رامنځته کړې دي، موږ له دې اړخه ډېر اندېښمن یو.»
په همدې حال کې د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي عبدالعزیز حضرت هم وویل چې باید د نشه یي توکو د روږدو په برخه کې جدي پام وشي او د دغه ولایت په مرکز کې حد اقل باید یو ۱۰۰ بستره روغتون جوړ شي.
هغه زیاته کړه: «له بده برغه معتادانو د ښار وضعیت خراب کړی دی، غلاوې ډېرې کېږي چې ډېری یې د همدغو روږدو له خوا ترسره کېږي؛ که د دغه وضعیت مخه ونه نیول شي او د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو مجهز مرکز جوړ نه شي، وضعیت به نور هم خراب شي.»
نوموړي په دوام کې وویل: «د لسګونو زره روږدو لپاره، شل بستره روغتون بسنه نه کوي.»
په همدې حال کې، د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان په دغه ولایت کې د روږدو د ډېروالي او د هغوی لپاره د درملنې د مرکزونو نه شتون د اندېښنې وړ وباله، د اړوندو بنسټونو نه پاملرنې او د قاچاقبرانو ازاد تجارت دغه ډول وضعیت رامنځته کړی دی.
هغه زیاته کړه: «څو چې زموږ دولتي مسوولین د دغو توکو د کښت او قاچاق مخه ونه نیسي، ښکاره ده چې په ازاد بازار کې دغه توکي پلورل کیږي؛ له بده مرغه چې دولتي مسوولین بې پامي کوي او لږ د قاچاقبرانو د نیولو په فکر کې دي. نن شاهدان یو چې سلګونه ټنه نشه یي توکي له شماله سوېل ته له غور ولایته وړل کیږي؛ خو هيڅوک نه شته چې د دغو بې بندوباریو مخه ونیسي. کله چې توکي په اسانۍ ترلاسه شي، ښکاره ده چې په دغو توکو د ککړو کسان شمېر ډېریږي.»
د غور پولیس هم تاییدوي چې ډېری غلاوې د روږدو کسانو له خوا ترسره کیږي.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال یوازې په درېیو میاشتو کې له سلو ډېر غله نیول شوي چې ډېری هغه یې په نشه یي توکو ردږدي کسان وو.
هغه زیاته کړې: «له بده مرغه موږ هم د یو شمېر کسانو له خوا د غلاوو او د هغوی د نیولو شاهدان یو، کله چې توکي ورته ورنه رسیږي، په غلا لاس پورې کوي.»
بلخوا د غور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي هم ومنله چې په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي امکانات نه شته.
د هغه په باور، که څه هم په یاد ولایت کې د معتادینو درملنې ښه نتیجه نه ده ورکړې؛ خو هغوی په نشه یي توکو د روږو کسانو د درملنې لپاره د خدمت وړاندې کولو هڅه کوي.
هغه زیاته کړه چې له نشه یي توکو د رغېدلو کسانو بیا پرې اخته کېدل، د روغتیایي مرکزونو په جوړولو سره نه هواریږي؛ خو په دې برخه کې باید دیني عالمان، قومي مشران او پرمختیايي شوراګانې هېوادوالو ته د نشه یي توکو زیانونو او پایلو په اړه معلومات ورکړي.
هغه زیاته کړه: «یوازې یو شل بستره روغتون لرو چې هغه هم په غور ولایت کې د دومره شمېر روږدو لپاره واقعاً بسنه نه کوي،دغه راز امکانات ډېر لږ دي او موږ په دې اړه څو ځله وړاندیز وکړ؛ خو تراوسه ورته پام نه دی شوی.»
هغه د جوماتونو له امامانو، ولایتي او سیمه ییزو شوراګانو وغوښتل چې د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










