مهترلام (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د لغمان ولايت چارواکي وايي، بادپښ ولسوالۍکې يو کس د کورني تاوتريخوالي له امله خپل پلار وژلی او وروسته يې ځان وژنه کړې ده.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي د تلې په ۱۵هه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د بادپښ ولسوالۍ اړوند اندروړ سيمه کې يو شخص د کورني تاوتريخوالي له امله خپل پلار او ځان وژلي دي.
د والي وياند زياته کړه، دغه شخص لومړی د چره ييز ټوپک په وسيله خپل پلار وژلی او بيا وروسته يې ځان وژنه هم کړې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي رحمن سيد پژواک ته وویل چې د دغو خلکو په کور کې له ډېرې مودې راهيسې لفظي شخړې او تاوتريخوالی موجود و.
هغه زياته کړه، تېره شپه تر لفظي شخړې وروسته شور ډېر شو او ډزې هم وشوې چې کليوال ورټول شول، سړي لومړى پلار او بيا يې ځان وژلی دی.
دا په داسى حال کې ده چې فقر او د زده کړو د کچې کموالی تر ډېره په کورنيو کې د تاوتريخوالي او دا ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه په ګوته شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










