منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د چاودنې له امله د سرحدي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په رېنجر موټر چاودنه شوې چې د سرحدي ځواکونو درې سرتېري په کې وژل شوي دي.

چارواکو ويلي، چاودنه د سړک غاړې د ماين په وسيله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن تر غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د دوربابا ولسوالۍ څڅوبي سيمه کې د سرحدي ځواکونو په يو رېنجر موټر باندې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه،د چاودنې له امله درې سرحدي سرتېري وژل شوي او موټر يې هم تخريب شوی دی.

د والي وياند وويل چې نور امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د وژل شويو سرتېرو جسدونه يې قرارګاه ته انتقال کړي دي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم هم پژواک ته وويل چې په وژل شويو سرتېرو کې يو يې د بلوک قوماندان و.

هغه وويل، پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه