جلال اباد (پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ ښاروال ادعا کوي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي ملک قيس نوراغا ملکزي ساتونکو وهلی خو ملکزی دغه څرګندونې ردوي.
د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ ښاروال نويد شينواري د تلې په ۱۶مه د دغه ولايت ولايتي شورا کې خبريالانو ته وويل چې تېره شپه د ملک قيس نوراغا ملکزي ساتونکو وهلی او بندي کړی دی.
دی وايي:((د ملکزي د کور مخې ته لار د هغوی لخوا تړل شوې ده، هلته زموږ د خپلوانو سرای دی، د هغوی يو لارۍ موټر دغې سيمه ته راغلی و چې دوی يې موټروان تر نظارت لاندې نيولی و، کله چې زه ورغلم ، په ما يې هم ګوزارونه وکړل، حتی د راکټ په مرميو يې ووهلم.))
هغه زیاته کړه چې تر وهلو وروسته د ملکزي ساتونکو په يوه تياره خونه کې د څو ساعتونو لپاره د شپې تر يوې بجې بندي کړى و.
د شینواري په وینا، نن سهار يې ولايت مقام ته عريضه وکړه خو ولايتي ادارې يې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې او نه یې بل هم چا غږ اورېدلی دی.
نويد شينواري په دغې ناستې کې وویل:” که ولايتي اداره يې ستونزه حل نه کړي نو دی به خپل قوم ته مراجعه وکړي تر څو يې پوښتنه وکړي او که بيا هره ستونزه رامنځته کېږي نو مسووليت به يې د ولايتي ادارې او نوراغا ملکزي په غاړه وي.”
په یادي خبري ناسته کې د ننګرهار د شينوارو قوم ځینو ځوانانو له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې که د نويد شينواري ستونزه حل نه کړي نو دوی به مظاهرې وکړي.
د صالح محمد شينواري په نوم یوتن ځوان وويل چې که ستونزه حل نه شوه، نو لاريونونه به وکړي او هم به د جلال اباد ـ تورخم لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړي.
خو د ولسي جرګې غړي ملک قيس نوراغا ملکزي پژواک ته وویل چې دی خپله کابل کې دی او دولتي پوليس د ده د کور ساتنه کوي.
هغه زياته کړه، چې تېره شپه يادو پوليسو يو پاکستانی موټر چلوونکی نيولی و او په اړه یې د څلورمې حوزې پوليسو او امنيت ته هم خبر ورکړل شوی دی.
خو هغه وايي چې نويد شينواری راغلی و او د ده د کور ساتونکو ته يې ګواښ کړی و چې دی ښاروال دی او نيول شوی کس بايد خوشې کړای شي.
هغه وويل، ژمن دی چې په دې اړه د ولايتي ادارې پرېکړه مني.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم وايي، چې د نويد شينواري له لوري ولايت ته عریضه شوې، وبه څېړل شي او په دې اړه به قانوني اقدام وشي.










