ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې په يوه اعلاميه کې د افغانستان د جمهوري نظام ننګه وکړه

ولسي جرګې په يوه اعلاميه کې د افغانستان د جمهوري نظام ننګه وکړه

author avatar
7 Oct 2020 - 16:18
ولسي جرګې په يوه اعلاميه کې د افغانستان د جمهوري نظام ننګه وکړه
author avatar
7 Oct 2020 - 16:18

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٩) : د افغانستان ولسي جرګې په يوه اعلاميه کې د هېواد له جمهوري نظام څخه کلکه ننګه کړې او ويلي يې دي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دې نظام ته ګواښ پېښ کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د سولې د روانې مذاکراتي پروسې په اړه يوه اعلاميه خپره شوه، چې د ولسي جرګې د دارالانشاء د رييس قادر ځاځي له خوا ولوستل شوه.

په اعلاميه کې راغلي، دا چې ولسي جرګه د جمهوري نظام مهم رکن دی، د ولس پرې حق دی، نو په همدې اساس د افغانستان ولسي جرګه جمهوریت، د ولس رایې او انتخاب ته د درناوي په لړ کې په کلکه د جمهوري نظام ملاتړ کوي او هيچاته اجازه نه ورکوي چې د ولس په خوښه او قربانیو رامنځته شوي جمهوري نظام ته ګواښ پېښ کړي.

سرچينې زياته کړې: " موږ ته په تېرو  وختونو کې په ثبوت رسېدلې  چې افغانستان کله د ځینو ګاونډيو او نړیوالو قوتونو د سیاسي لوبو او کله ناکله د مخامخ جنګ او جګړو، د افغانانو د ګټو د خوندي کېدو پر ځای هڅه کړې چې خپلې ګټې خوندي کړي. "

په اعلاميه کې راغلي، دوى به دلته نظامونه په مختلفو توطیو ونړول ، مجهزه اردو یې له منځه يوړه، او د بیا ځل لپاره ملي بنسټونه او په تېره بیا د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې برحقه داعیې علمبرداران دي، د دغه ملي بنسټ پر برخلیک هیڅ ډول معامله افغان ولس او د ولس استازو ته د منلو وړ نه ده.

ولسي جرګې ويلي : " نړیوال او د غرب دوست هېوادونه دې پوه شي چې په افغانستان کې د اکثریت ولس په خوښه جمهوري نظام لرو او د جمهوري نظام په بقا کې د افغانستان بقا وینو. "

سرچينې ويلي، د نظام د له منځه وړلو هڅې د سولې په پروسه کې باید څوک په مختلفو بهانو ونه کړي، د دې پرځای دې د نظام د ټینګښت لپاره د طالب او افغان دولت ترمنځ په خبرو او کړنو ټینګار وشي.

ولسي جرګې د افغانستان د ولس د استازو په توګه  پر طالبانو غږ کوي چې په مذاکراتو کې د برلاسي لپاره د تاوتریخوالي لوړه شوې کچه ټیټه کړي او په یوه سوله يیزه فضا کې د خبرو اترو د دوام لپاره اوربند ته غاړه کېږدي.

په اعلاميه کې راغلي، د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو او د قواوو تفکیک وکړي. خلکو په خپله خوښه خپل استازي ملي شورا ته ولېږل او د دولت دغه مهم رکن یې ور پوره کړ.

سرچينې ويلي، د دې ترڅنګ یې د بیان ازادي او د ښځو د حقونو په  شمول ټول بشري حقونه خوندي کړل.

په اعلاميه کې زياته شوې : " موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت پر مذاکراتي پلاوي غږ کوو چې د سولې په روانو خبرو اترو کې د دغو لاس ته راوړنو او حقونوکلکه دفاع وکړي. ځکه دا د ولس غوښتنه ده او ولس مو تر څنګ ولاړ دی. "

بلخوا د افغانستان حکومت د ولسي جرګې ددې اعلاميې هرکلى کړى دى. د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټويټر کې ليکلي، له شک پرته د ولسي جرګې د استازو پرېکړه او دريځ د هېواد د ملي ګټو ، ملي مصالحو او د خلکو د خوښو په اساس نيول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.