منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د قومونو او قبايلو وزارت د سولې په تړاو د قومونو د نظرياتو راټولو لړۍ پيل کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ تله ۹۹): د قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، د ولايتونو په کچه يې د سولې د روانو خبرو اترو په تړاو د قومونو د نظرياتو راټولولو لړۍ پيل کړې ده.

دوی وايي، د قومونو ياد نظريات راټولوي، له ارګ، امنيت شورا او مصالحې عالي شورا سره يې شريکوي چې د سولې راتلونکو پړاونو کې به ورته ځای ورکړل شي.

د قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولينو دا څرګندونې د تلې په ۱۷مه په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د بېلابېلو قومونو له لوري د سولې په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د غونډې ګډونوالو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره دې اوربند وکړي او دغه راز يې ټينګار دا و چې د سولې په خاطر دې په دغه پروسه کې له خپلو شخصي ګټو او شخصي غوښتنو تېر شي.

د شينوارو ولسوالۍ قومي مشر ملک فرمان الله وويل، د سولې د روانو خبرو په درشل کې د جګړې شدت خلک اندېښمن کړي او بايد افغان حکومت او طالبان اوربند وکړي.

د خوږياڼو قومي مشر او د غونډې ګډونوال ملک شاه ولي خان وويل، چې ولس د سولې ملاتړ کوي او له جګړو نور ستړی شوی، که په هر قيمت کېږي حکومت او وسله وال طالبان دې نور سوله وکړي او د جګړو لړۍ ته دې د پای ټکی کېږدي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر وويل، د سولې د خبرو برياليتوب د جګړې ژبه نه بايد په حکومتي کچه د سولې او نرمښت ژبه وکارول شي.

نوموړي وويل ، حکومت بايد د خلکو دې اندېښنو ته ځواب ورکړي چې ګواکې ارګ او حکومت کې ځينې کړۍ د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته  نه کړي.

د شينوارو د ځوانانو د شورا مشر زبير شينواري غوښته وکړه چې د جګړو دوام به ولس ته د مرګونو او جنازو له دوام پرته بله هيڅ ګټه ونه رسوي.

دی وايي، د افغان حکومت او طالبانو مشران بايد له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د هېواد او خلکو لپاره سوله وکړي.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، که د نوي حکومت د رامځته کېدو په وخت کې طالبان څنډې ته شوي نه وای او سوله ورسره شوې وای نو تېر شل کلونه به د جګړو د دوام پرځای د پرمختګ شاهدان وای.

ده زياته کړه: ((افغانان نور د دې زور نه لري چې د خپلو عزيزانو جنازه کې برخه واخلي او جنازو له اوږې ورکړي. د دې ستونزو حل او د جګړو پای ته رسول د دې ولس دنده ده چې خپل غږ پورته کړي او د سولې لپاره کار وکړي. معلم دې دا غږ په ښوونځي کې، ملا دې په ممبر کې او ښځې دې په کورونو کې د سولې غږ بدرګه کړي.))

نوموړي قومي مشرانو ته په خطاب کې وويل، په دې ولايت کې بشپړ واک لري چې طالبانو سره کېني، سولې ته يې وهڅوي، اوربند ته يې حاضر کړي دوی به هم ياده پرېکړه ومني.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولينو وويل، چې له يادې غونډې موخه د سولې د روانو خبرو په تړاو د قومونو د نظرياتو راټولول او حکومت سره شريکول دي چې د سولې په را روانو پړاونو کې به ورته ځای ورکول کېږي.

د قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير محب الله صميم وويل، جګړو د نورو سيمو د اوسېدونکو سربېره قبايلي خلک او د سرحدي سيمو قومونه ډېر ځپلي او تر بل هر چا سولې ته ډېره اړتيا ده.

هغه زياته کړه، دا چې قومونو په جګړه کې قرباني ورکړې نو بايد د سولې په پروسه کې هم ونډه ورکړل شي او نظريات يې واخيستل شي چې حکومت دغې چارې ته ژمن دی.

د يادولو ده چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر ننګرهار وړاندې يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د نظرياتو راټولولو ورته غونډې کړي او پلان کې ده چې ځينو نورو ولايتونو کې هم ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور