منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملي امنيت : ننګرهار کې يو ځانمرګى بريدګر نيول شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۷ کتنې

جلال اباد  (پژواک، ١٧ تله ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار ولايت کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوى کس نيولى دى.

د ننګرهار د ولايت مقام له خوا د تلې په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو بټي کوټ ولسوالۍ کې د عباس په  نوم يوکس چې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی  و، نيولى دى.

سرچينې ز ياته کړې چې دغه تن  پلان درلود چې پر کومې ولسوالۍ ځانمرګى بريد ترسره  کړي.

د ولايت مقام وايي چې ياد کس د وسله والو طالبانو د استخباراتو برخې قوماندانانو عبدالله او عزيز الله مشهور په مصطفی له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی او په نيول کېدو سره يې د يوې لويې پېښې مخه ونيول شوه.

د ا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د ننګرهار د شينوارو په غني خېلو ولسوالۍ کې ديوه موټربم ځانمرګي بريد په پايله کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه