کندهار (پژواک، ١٩ تله ۹۹): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې برېښنايي تذکرو اخیستو ته لېوالتیا ډېره ده خو یوازې یو مرکز رسېدنه نه شي کولی.
هغوی د احصایې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په کندهار کې خپل کارکوونکي او څانګې ډېرې کړي څو د برېښنايي تذکرو اخیستو لړۍ ګړندۍ شي.
د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی اجمل چې دوه میاشتې مخکې یې د برېښنايي تذکرې اړوند فورمه ډکه کړې او سپارلې وه او نن د تذکرې اخیستو لپاره د احصایې او معلوماتو ریاست ته راغلی و، پژواک اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرې اخیستلو پروسه ډېره ځنډنۍ ده.
هغه زیاته کړه، پوره دوې میاشتې مخکې یې فورمه ډکه کړې وه خو تذکره یې نن ترلاسه کړه.
نوموړی وايي، پوره دوه میاشتې مخکې یې په سره ګرمۍ کې په ورځو ورځو انتظار و ایست چې نوبت ور ورسېږي، فورمه یې ډکه کړه، بایومټریک یې وکړ او بالاخره له اوږد ځنډ وروسته یې همدا نن خپله تذکره ترلاسه کړه.
دی د احصایې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په کندهار کې دې خپل کارمندان او څانګې ډېر کړي څو خلک وکولای شي په اسانۍ برېښنايي تذکره واخلي.
زرپاڼه هغه مېرمن ده چې له خپلو اولادونو سره یو ځای د احصایې او معلوماتو ریاست ته راغلې وه څو د ځان او اولادونو لپاره برېښنايي تذکرې واخلي.
دغې مېرمنې پژواک ته وویل، په کندهار کې برېښنايي تذکرو اخیستو ته لېوالتیا ډېره ده خو ستونزه دا ده چې په ټول ولایت کې همدا یوه څانګه ده او خپلو مراجعینو ته پر وخت نه شي رسېدلای.
دا وايي، بلخوا ښځینه کارمندانې هم کمې دي او له همدې امله کارونه په ورځو، اوونیو او میاشتو ځنډېږي.
د دې په خبره، خلک خوشحاله دي چې د پرمختللې نړۍ د هېوادونو په څېر دوی هم برېښنايي تذکرې ترلاسه کوي خو د پروسې له ځنډه شکایت لري.
دا هم له مرکزي ادارې غواړي چې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګې دې ډېرې شي څو خلکو ته یې په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.
محمد نبي بیا له سپین بولدک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته د تذکرې اخیستو کولو لپاره راغلی و.
نوموړی هم د پروسې له ځنډه شکایت کوي او وايي، دوی خپل کارونه پرېږدي، لګښت وکړي او ښار ته راشي خو کارونه یې پر وخت نه خلاصېږي او اړ دي چې څو ځلې تګ راتګ وکړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دولت باید د کندهار ښار تر څنګ په ولسوالیو کې هم څانګې پرانیزي څو د هرې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو ولسوالیو کې برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي.
دی وايي، د دې لړۍ له چټکوالي سره امنیت او سیاسي ثبات ټینګېږي او د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت په راوستلو کې رغنده رول لري.
نوموړی زیاتوي، دغه راز له دې سره به جرایم کم شي او تر ټولو مهمه دا ده چې د دغه ولایت د نفوسو کره شمېر به معلوم شي څو په راتلونکې کې ورته په همدې تناسب بودجه وټاکل شي.
د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس سمیع الله مقصودي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله یې په دغه ولایت کې ۱۰زره برېښنايي تذکرې وېشلې دي.
هغه ومنله چې د خلکو لېوالتیا ډېره ده او یوازې یو مرکز نه شي ورپسې رسېدای.
خو ده خبر ورکړ چې د روان مالي کال تر پایه به په کندهار ښار کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۴ نور مرکزونه هم پرانیستل شي چې په دې توګه به په دې برخه کې اسانتیا رامنځته شي او د کارونو د ځنډ مخنیوی به وشي.
نوموړي ومنله چې د کندهار په اوسني یوازېني مرکز کې ښځینه کارکوونکې کمې دي؛ ځکه دوی بستونه اعلان ته سپارلي وو چې ليسانس مېرمنې یې ونه موندلې، خو اوس یې بیا ځلې اعلان ته سپارلي او د دوولسم فارغانې هم مني.
دی وايي، دغه ستونزه به ژر هواره شي.
مقصودي وویل چې د اوس لپاره داسې کوم پلان نشته چې په ولسوالیو کې دې هم د وېش مرکزونه پرانیزي.
نوموړی زیاتوي، په اوسني مرکز کې د ورځې یوازې د ۲۵۰ کسانو د بایومټریک کولو امکانات لري چې د نوو څانګو په پرانیستل کېدو سره به یې شمېر پورته لاړ شي.
ده وويل ، اوس مهال له خلکو اخیستل شوي ۲۶زره دوسیې تر کار لاندې دي او تر هغه چې دا نه وي خلاصې شوې، د نورو دوسیو ټولول یې بند کړي دي.
دغه راز ده خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې یې د دولتي کارکوونکو د ثبت لړۍ پيل کړې ده او په دغه ولایت کې د نظامي او ملکي ټولو کارکوونکو شمېر تر ۸۰ زره ډېر دی.
نوموړي د برېښنايي تذکرو د عامه پوهاوي اړوند وویل چې په دې برخه کې یې یو اپلېکېشن هم جوړ کړ چې اړین معلومات په کې ځای پر ځای شوي او خلک کولای شي فورمې هم له هغه ځایه تر لاسه کړي.
دغه راز ده وویل چې له مرکزي ادارې یې غوښتي څو د نوم لیکنې یا ثبت نوم پروسه انلاین کړي چې په دې سره به خلکو ته لا ډېره اسانتیا برابره شي.
د یادونې ده، په کندهار کې د برېښنايي تذکرو اخیستلو لپاره د نوم لیکنې لړۍ څلور میاشتې وړاندې پیل شوې چې په دې وروستیو کې ورځ تر بلې مراجعین ډېرېږي.
د احصايې ملي اداره وايي چې له تيرو دريو کلونو راهيسې په ټول هېواد کې له يو ميليون زيات برښنايي تذکرې ويشل شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









