مزارشريف ( پژواک، ٢٠ تله ۹۹) : په بلخ ولايت کې د رواني صحت يو شمېر متخصصين وايي، چې په هېواد کې د روانې جګړې او کرونا ويروس له امله د رواني ناروغۍ کچه په بې مخينې ډول لوړه شوې ده.
دوی دغه څرګندونې د تلې په ۲۱مه، مزارشريف کې د رواني روغتيا نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې وکړې.
د بلخ د ملکي روغتون د رواني ناروغيو يوه متخصص ډاکټر نقيب الله باقي پژواک ته وويل، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره بلخ کې د رواني ناروغانو شمېر زياتېږي.
هغه زياته کړه، په هرو ۲۴ ساعتونو کې يواځې د بلخ ملکي روغتون ته شاوخوا ۱۲۰ کسان د رواني ناروغۍ له امله مراجعه کوي.
نوموړي وويل: (( موږ ته هره ورځ د سهار شفټ کې ۵۰ کسان او د ماسپښين شفټ کې ۷۰ کسان د رواني ناروغۍ له امله مراجعه کوي، چې دا د تېرو کلونو په پرتله زياتوالی دی)).
د ډاکټر باقي په خبره، د دغې ناروغۍ له زياتېدو سره په مزارشريف کې د ځان وژنې پېښې هم زياتې شوې دي.
له دې سره د بلخ د ملکي روغتون د رواني روغتيا څانګې مسوول ډاکټر اسدالله الفت پژواک ته وويل چې کرونا ويروس، جګړه، فقر او تاوتريخوالی د رواني ناروغۍ د زياتېدو لوی لاملونه دي.
هغه زياته کړه، د کرونا ويروس په پيدا کېدو سره له يو لوري خلکو ته تشويشونه پيدا شول او بل لور ته خلک له اقتصادي اړخه زيانمن شول، چې ورسره رواني ستونزې هم زياتې شوې.
نوموړي وويل: (( د کرونا ويروس په منځ ته راتګ سره ډېرو خلکو خپل کاروبارونه بايلودل، دوی قرنطين شول او په کورونو کې تاوتريخوالی زيات شو، چې ورسره رواني اختلالات هم زيات شوي دي)).
ډاکټر الفت له خلکو غواړي چې د کورني تاوتريخوالي د راکمېدو لپاره دې هڅې وکړي.
هغه همدا راز وويل، د بلخ ملکي روغتون کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره په کافي انداز امکانات شته؛ خو زياتوي چې دغه ناروغي تر ډېره په ټولنه کې له شته کړاوونو سره تړاو لري.
په ورته مهال د مزارشريف يو شمېر مدني فعالان له حکومت او روغتيايي ادارو څخه غواړي چې د رواني ناروغيو د درملنې برخه کې دې خپل خدمات زيات کړي.
مدني فعال احمدالله پژواک ته وويل، چې ډېری ستونزې د اقتصادي زيانونو له امله رامنځته کېږي.
د هغه په خبره، حکومت بايد خلکو ته د کار زمينه برابره کړي؛ څو خلک له شته ستونزو او تاوتريخوالي څخه وژغورل شي.
نوموړی زياتوي، د نورو ستونزو تر څنګ د رواني مشاورينو کموالی هم د دې لامل شوی، چې ډېری وخت د ناروغانو درملنه په ځنډ سره ترسره کېږي.
بلخ کې روغتيا پالان غوښتنه کوي، چې کورنۍ دې هڅه وکړي؛ څو خپل ماشومان له هغو مواردو څخه لرې وساتي، چې له امله يې روان زيانمن کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










