منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دایکنډي ورزشي لوبغالی د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

نيلي(پژواک،٢٠ تله ٩٩): په دایکنډي کې یو شمېر مسوولین او ورزشکاران وایي، په نیلي ښار کې ورزشي لوبغالی شاوخوا پنځه کاله وړاندې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و چې د سیمه ییزو مسوولینو نه پاملرنې له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د دغه لوبغالي د جوړېدو چارې په ۱۳۹۰ کال کې د ۱،۲ میلیونو ډالرو په لګښت له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له بودجې په نیلي ښار کې پیل شوې او په ۱۳۹۴ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې د فوټبال، والیبال او باسکېټبال لپاره لوبغالي لري.

خو په دې وروستیو کې په نیلي ښار کې یو شمېر لوبغاړو له پژواک خبري اژانس سره د مرکو په ترڅ کې ویلي: ((دغه اسټډیوم چې په دایکنډي کې د سپورټ یوازینی معیاري ځای دی، د تخریب له ګواښ سره مخ دی؛ ځکه ځینې ښیښې یې ماتې شوې، دروازې او پنجرې یې ویجاړې شوې او زرغون چمن یې وچ شوی دی.))

د دایکنډي د فوټبال ټېم لوبغاړي رجب مرادي پژواک ته وویل: «کله چې د دایکنډي ولایت ورزشي لوبغالى جوړېده، ټولو له هغه ملاتړ وکړ او خوښ وو؛ خو له بده مرغه په دې وروستیو کې د مسوولینو د نه پاملرنې له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.»

هغه د دایکنډي د سپورټ او بدني روزنې د امریت مسوولین په دې برخه کې په غفلت تورن کړل او د دغې ودانۍ د ویجاړې شوې برخې د ترمیم لپاره یې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، په دایکنډي کې د فورل رزم برخې یوې لوبغاړې رحیمې هاشمي وویل: « په دایکنډي کې یوازینی ځای چې ورزشکاران یې د تمریناتو لپاره کارولی شي ورزشي لوبغالى و؛ خو اوس مهال دغه ځای ویجاړ شوی دی.»

هغه زیاته کړه چې  دورزش دغه ځای د دایکنډي د سپورټ امریت د چارواکو د غفلت له امله ویجاړ شوی دی.

په دایکنډي ولایت کې د والیبال برخې لوبغاړې زحل جهش په دغه ولایت کې د ورزشکارانو د روزنې لپاره د معیاري ورزشي ځایونو نشتون د ښځینه ورزشکارانو لپاره لویه ستونزه وبلله او ويې ویل: « یوازینی ښه ځای مو درلود، هغه هم د له منځه تلو په حال کې دی، موږ ورزشکاران یې اندېښمن کړي یو.»

هغې د دایکنډي د بدني روزنې له امریته وغوښتل چې د لوبغالي د بیا رغونې او نور زیان د اوښتو مخې نیولو په برخو کې اقدام وکړي.

په همدې حال کې د فوټبال فدراسیون رییس احمد مظفري د پژواک خبریال ته وویل چې د تمریناتو د ترسره کولو لپاره د معیاري لوبغالي او ځای نه شتون له امله په دایکنډي کې د ورزش کوونکو په ځانګړې توګه فوټبالرانو ستره ستونزه ده .

هغه زیاته کړه چې په دایکنډي کې یو معياري سپورټي استډیوم موجود و؛ خو اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی او طبیعي چمن یې په خاورو بدل شوی دی.

هغه وویل، که د دغه لوبغالي مسوولیت د دایکنډي فوټبال فدراسیون ته وسپارل شي، دوی کولی شي هغه بیا ترمیم کړي.

خو د دايکنډي د سپورټ او بدني روزنې امر خان علي غلامي پژواک ته وويل چې د اوبو د کمښت له امله  د دغه لوبغالي چمن وچ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دا ستونزه یې څو ځله د دایکنډي له پخوانیو واليانو او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې؛ خو په دې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

دغه را هغه وویل چې د دې لوبغالي د دروازو او پنجرو ماتولو لامل د هغې د ساتنې لپاره د کافي بودیجې نشتوالی و.

خو هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې راتلونکی کال د دغه لوبغالي د سانتې لپاره د دې ریاست په تشکیل کې دوه کسان ډېر شي او د هغه ویجاړ شوي ځایونه هم ترمیم شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې