منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د منکراتو د مخنيوي کمېټه جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): د  ننګرهار حج اواوقافو رياست په مشرۍ د منکراتو د مخنیوي په موخه د پولیسو په ملاتړ د بېلابېلو قشرونو ګډه کمیټه جوړه او فعاليت يې پيل کړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل د حج اواوقافو ریاست له لورې په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پولیسو په ملاتړ د علماء  کرامو، قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او یو شمېر نورو قشرونو په ګډون د منکراتو د مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوېد ه.

د ننګرهار د حج اواوقافو ريیس مولوي محمد داوود مجاهد وایي، په مرکز او ولسوالیو کې به د علماءکرامو،قومي مشرانو، ځوانانو پر مټ د امنیتي مسوولینو په همکارۍ یادې کمېټې په فعالیت پیل کوي او د منکراتو د مخنیوي په موخه به عملي اقدامات کوي.

هغه زیاته کړه، علماءکرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ته مسوولیت سپارل شوی، څو د یادې کمېټې له لارې له منکراتو څخه د ځان ساتنې په موخه عامه پوهاوی هم ترسره کړي .

د مجاهد په وینا، امنیتي مسوولینو ته دنده ورکړل شوې چې له یادې کمېټې سره د اجرائيه قوې په توکه د منکراتو په مخنیوي کې جدي اقدامات وکړي، هغه کسان چې د کمېټي له اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي او د منکراتو مرتکب شي، قانوني جزا به ورکول کېږي .