فراه(پژواک، ۲۰ تله ۹۹): د فراه ولایت د ملي اردو یو تقاعد افسر تېر ماښام د دغه ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل چې عبدالله خان د فراه ښار د لومړۍ ناحیې مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د محب په وینا، په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او د پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
تېره اوونۍ هم د ظریف بزګر په نوم یو متقاعد څارنوال د فراه ښار د درېیمې ناحیې اړوند د مازدیګر د لمانځه له ادا کولو وروسته له جوماته د راوتلو پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










