ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کرکټ ملي يو ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

په کندهار کې د کرکټ ملي يو ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

author avatar
11 Oct 2020 - 13:48
په کندهار کې د کرکټ ملي يو ورځنۍ سيالۍ پيل شوې
author avatar
11 Oct 2020 - 13:48

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٩) : په کندهار ولايت کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د لومړۍ درجې يوه ورځنۍ کرکټ سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې چې د هېواد د شپږو زونونو لوبډلو په کې برخه اخيستې ده، پرون د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډايرکټر رييس احمدزي، د کرکټ بورډ نورو استازو او د کندهار ولايت مسوولينو او لوبغاړو برخه اخيستې وه.

پرون په لومړۍ لوبه کې د بندامير لوبډلې، بُست لوبډلې ته د ۶ ويکټو په توپير سره ماتې ورکړه .

ددې لوبې پچه د بند امير لوبډلې وګټله  او بُست لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. بُست لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۳۵ اوورونو په لوبولو سره د ټولو ويکټو په سوځېدو سره ۸۹ مندې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۹۰ منډو هدف وټاکه.

بُست ته په توپوهنه کې منير احمد تر ټولو ډېرې ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې بند امير ته په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۳، نجات مسعود او وقار سلام خېل ۲-۲ او کريم جنت يوه ويکټ ترلاسه کړه.

د بند امير لوبډلې ياد هدف په ۱۸ اوورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې د شپږو ويکټو په توپير سره وګټله.

د بندا مير له خوا په توپوهنه کې عمران جنت او دروېش رسولي ۱۹-۱۹ حشمت الله شهيدي ۱۷ او حضرت الله ځاځي ۱۴ منډې جوړې کړې. بست ته په توپ اچونه کې يمين احمدزي ۲، محمد علم او عبدالباقي يوه-يوه ويکټ ترلاسه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.