منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مشرانو جرګې پلاوي د ننګرهار او لغمان ولايتونو امنيتي حالت وارزاوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢١ تله ٩٩): د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون غړو ننګرهار او لغمان ته د سفر پر مهال د دغو ولايتونو امنيتي وضعيت وارزاوه.

دوى په داسې حال کې دغو ولايتونو ته سفر کړى چې هلته امنيتي پېښې زياتې شوې او د موټربم ځانمرګو بريدونو په ترڅ کې د سرتېرو ترڅنګ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې وروستيو کې د لغمان پر والي ځانمرګى بريد وشو، هلته يو ولسوال د طالبانو په چاودنه کې ووژل شو، دغه راز د ولايتي شورا رييس هم په چاودنه کې ټپي شوى دى.

دغه راز د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د موټربم بريد په ترڅ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د مشرانو جرګې د امنيتي، دفاعي او سيمه ييز کمېسيون رييس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ پلاوي له والي او د ولايت امنيتي کمېسيون له غړو سره وليدل.

هغه وايي، د ننګرهار والي له سناتورانو مننه وکړه چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ یې ورڅخه په ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې معلومات ترلاسه کړل او د ژمنې له مخې به دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خوږياڼى وايي چې راغلي پلاوي د ولایت د نظامي شورا له غړو سره د ليدنې پر مهال چې د ملي دفاع وزارت د تامیناتو معین عبدالله رقیبي، د ستر درستیز مرستیال، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان هم شتون درلود، د ولايت پر وروستي امنيتي حالت خبرې وکړې.

د هغه په وينا، د دې ليدنې پر مهال په شينوارو ولسوالۍ کې پر رامنځته شوې پېښه، د ولایت په کچه پر امنیتي وضعیت، ستونزو او حل لارو خبرې اترې وشوې.

دغه راز ياد پلاوي لغمان ته هم سفر کړى او د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره یې ګډه ناسته کړې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل چې دوى د لغمان ولایت امنیتي وضعیت د ارزونې، د وروستیو پېښو د قربانيانو فاتحې او د یادو پېښو غندنې په موخه دغه ولايت ته سفر کړى و.

هغه زياته کړه، راغلي پلاوي ته د لغمان د ملي امنیت رييس ډګروال محمود او امنیه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي له لوري د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه ورته د امنیتي، اوپراتیفي او هر اړخیز امنیتي وضعیت اړوند معلومات وړاندې شول.

د لغمان د ملي امنيت رييس وویل چې د دغه ولایت خلک د خپل نظام او حکومت ملاتړي دي او تر ډېره یې خپل مسوولیت په ښه ډول ادا کړی دی.

هغه ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د وروستیو ټولو پېښو عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

ډګروال محمود وویل چې هڅه کوي ترڅو په ټیټه کچه هم په جزوتامونو کې د هماهنګۍ د قوي کېدو روحیه پیاوړي کړي.

د لغمان امنیه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي وويل چې د ولایت د پولیسو تشکیل کم دى خو هڅه يې کړې چې د جرایمو کچه را ټيټه او حتا صفر کړي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي یادونه وکړه چې په امنیتي برخه کې به د لغمان د مسوولینو او ولسونو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د سفر په پای کې په تفصیلي ډول د مشرانو جرګې له مشر، ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا سره شریک او په اړوند برخه کې به یې کړنې هم تعقیب کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه