کندهار (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): په کندهار کې د ملي امنیت د ۰۳ قطعې پر ځانګړو ځواکونو هغه مهال ځانمرګی برید وشو چې د هلمند له جګړې بیرته کندهار ته د ستنېدو په حال کې وو.
دیادې شوې قطعې پر ځواکونو دغه برید نن مازدیګر د ژیړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې شوی دی.
دکندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته برید تایید کړ خو ويې ویل چاودنه له دغو ځواکونو لیرې شوې او مرګ ژوبله نه لري.
خو له دې قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ځانمرګي برید کې ۱ ملکي وګړي وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي، ولې ځانګړو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
دخبرپاڼې په حواله، د ملي امنیت د ۰۳ قطعې ځانګړي ځواکونه هلمند ته د وسله والو له خوا د پيل شوې وروستۍ جګړې د مهارولو په موخه تللي وو چې هغوی ته له ماتې ورکولو وروسته بیرته کندهار ته ستانه شول.
دکندهار یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل چې په دې برید کې د ملکي وګړو تر څنګ د دغې قطعې ۴ سرتېري هم ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن