منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لغمان مرکز کې چاودنې ١٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې چاودنې اوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نهه بجې او شل دقيقې د مرکز مهترلام ښار عصمت چوک ته څېرمه د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د استخباراتو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عامې روغتيا ریاست سرچينې وايي، دوى ته درې مړي او اووه ټپيان ور وړل شوي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د لغمان ولايت امنيتي وضعيت خراب شوى؛ له تېرو څو ورځو راهيسې لومړى پر والي ځانمرګى بريد وشو، هغه ترې بچ شو، خو لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړولې ده.

دغه راز ددغه ولايت ددولت شاه ولسوال هم په يوه چاودنه کې ووژل شو او د ولايتي شورا رييس په يوه چاودنه کې سخت ټپي شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه